امریکایي رسنۍ: له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستل پنټاګون کې ګرمه موضوع ګرځیدلې

عزم(شنبه، ۲۴، لړم ۱۳۹۹):امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې ددغه هیواد په دفاع وزارت “پنټاګون” کې د مشرتابه له بدلون سره سم له افغانستانه د ټولو امریکایی عسکرو د ژر ایستلو موضوع مهمه سوژه ګرځیدلې چې اختلافات او غبرګونونه ورسره مله روان دي.

سي اِن اِن امریکایي شبکه وایي، د دغه وزارت نوی ارشد سلاکار” داګلاس مک‌ګریګور” له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په هر څومره ژر ایستلو ټینګار کوي او د افغانستان ۱۹کلنه جګړه بې ګټې او ستړې کوونکې مبارزه بولي.؛ خو په همهاله توګه د دغه وزارت یو شمېر نورو سلاکارانو بیا د ټرمپ له لوري د ارشد سلاکار په توګه د ګریګور له انتصاب او د هغه له دریځ سره مخالفت ښوودلی او ویلي یې دي چې له افغانستانه څخه به د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل بدې پایلې ولري.
مک ګریګور آن لا په افغانستان کې د امریکایي سفارت د شتون هم مخالف دی او بل لوري ته یې د انتقال غوښتنه کوي.

بلخوا بیا نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې پنټاګون کې د چارواکو تازه ادلون بدلون دا په ډاګه کوي چې ټرمپ له افغانستان د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو ژمنه خامخا عملي کوي.
ورځپاڼه وایي، دا مهال د ناټوځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر، امریکا کې دی او له چارواکو سره په یو لړ مهمو سلامشورو بوخت دی.

نیویارک ټایمز وایي اوس چټکه تیاري روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې له افغانستان لوړه شمېره امریکایي عسکر و ایستل شي او ښايي روانه اونۍ ټرمپ په دې اړه خپله پرېکړه هم اعلان کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button