وړې خپړې او پاسته واړه واړه اننګي ـــ خدايه نن بيا دي د ګلاب په وينو سره اننګي/ فضل باري مشفق

وړې خپړې او پاسته واړه واړه اننګي
خدايه نن بيا دي د ګلاب په وينو سره اننګي

مور ته يې پاتې شوې يواځې څو وړې خاطرې
له ډېرو اوښکو يې تر اوسه دي لامده اننګي

له ډېره غمه مې پخپل وجود لمبې بلې دي
له ډېره غمه مې شول ټول اوبه اوبه اننګي

پلار چې د خپل شهيد بچې د قبر خاورې ښکل کړې
ږيره يې خړه شوه په خاورو شول سپېره اننګي

څوک چې هيواد کې د جګړو د دوام هيله لري
خدایه په مرګ باندې يې خاورې کړې ښايسته اننګي

مشفقه دې حالاتو داسې ځورولی يمه
لکه نسکور چې وي زما په تناره اننګي

فضل باري مشفق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: