ننګرهار کې د نارنجو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي

عزم(یکشنبه، ۲۵، لړم ۱۳۹۹): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نارنجو حاصلات د پرو سږکال په پرتله پنځه سلنه ډېر شوي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ننګرهار د افغانستان د سټرسو لوی تولیدونکی ولایت دی، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یاد ولایت کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي. د  ننګرهار په ولایت کې ۴۵ کاله پخوا د کانال په حکومتي فارم کې پر ۲۰ زره هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړل شول.

«د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو د ننګرهار د سټروسو ډېری بڼونه ددې ولایت په ښېوې، کامې، ګوشتې، سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل، خوږیاڼیو، رودات، مومندرې، دره نور ولسوالیو او د جلال اباد په ښار کې دي. په ۱۹۸۰ کلونو کې د ننګرهار مالټې او نارنج تر روسيې ورسېدل، خو جګړو هم لارې پرې وتړلې او هم يې د دې ونو رېښې پسې وچې کړې.»

د خبرپاڼې له مخې، مخکې دې ولایت ته مالټې، نارنج او لیمو له پاکستانه راوړل کېدل، خو په دغه ولایت کې اوس په پرېمانه اندازه سټروس کرل شوي دي.

«د کرنې وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په ۶۰۰ هکتاره ځمکه د نارنجو بڼونه جوړ شوي دي، چې د تولید کچه یې، درې زره او ۶۰۰ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږکال به یې حاصلات پنځه سلنه زیات شي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې روان کال هم سیمې ته په کتو په دې ولایت کې د مالټو او لیمو څلور سوه جریبه نوي بڼونه جوړ کړي.«د ننګرهار سټروس د هېواد یو شمېر ولایتونو ته صادریږي، خو تمې شته چې په راتلونکې کې د حاصلاتو په لا ډېرېدا به یو وار بيا د بهرنيو هېوادونو بازارونه ته هم ورسول شي.»

افغانستان د کال څه باندې ۲۰۰ زره ټنه لیمو، نارنج او مالټې ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له بهره واردیږي. خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په هغو سیمو کې چې سټروسو نیالګیو ته یې هوا جوړه او مناسبه ده د سټروسو نوي بڼونه جوړ کړي، تر څو افغانستان د سټروسو له پلوه پر ځان بسیا شي.

په ننګرهار کې د سټروسو سربېره غوزان، جڼغوزي، خرما، منې، انګور، هندواڼې، خټکي او نورې مېوې هم کرل کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button