د عدلیې وزیر: د سیمه ییزو ځواکونو لیکو کې د ماشومانو ګمارنې اندیښمن کړي یو

د عدلیې وزیر دغه راز په خپلو څرګندونو کې د انساني قاچاق د زیاتوالي په برخه کې هم اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې که مخه یې ونه نیول شي، افغانستان به د نړیوالو له سختو بندیزونو سره مخ شي.

عزم(یکشنبه، ۲۵، لړم ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې په شمالي او ځینو جنوبي ولایاتو کې د ملیشو جوړونې ترڅنګ د سیمه ییزې اردو د جوړونې چارې هم په چټکي سره روانې دي، تازه د عدلیې وزیر فضل احمدمعنوي ددغو ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو او کم عمره کسانو پر ګمارنه اندیښنه په ډاګه کړې ده.

نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ددې ترڅنګ چې دولت د امنیتي قواوو په لیکو کې د ماشومانو د مخنیوي اقدامات کړي، خو په وینا یې چې لا هم ډاډه نه دي چې د دولتي ځواکونو لیکې دې له کم عمره هلکانو خالي وي.
په داسې حال کې چې د امریکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې “سیګار” او نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار ویلي چې افغان پولیس، ملي اردو او نور دولتي ځواکونه کم سنه هلکان د خپلې جنسي غریزې د پوره کولو لپاره کاروي؛ د عدلیې وزیر هم دې ته په اشارې سره وویل چې « ماشومان د امنیتي ځواکونو لیکو کې د بیلابیلو موخو لپاره استخدامیږي او د جګړو لومړۍ کرښې ته هم استول کیږي»
باید وویل شي چې د امنیتي ځواکونو لیکو کې د ماشومانو د ګمارنې د مخنیوي په پار نړیوالې ټولنې افغان حکومت ته څو ځله لارښوونه کړې، خو لا تر دې مهاله یې مخه نه ده نیول شوې.
د عدلیې وزیر دغه راز په خپلو څرګندونو کې د انساني قاچاق د زیاتوالي په برخه کې هم اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې که مخه یې ونه نیول شي، افغانستان به د نړیوالو له سختو بندیزونو سره مخ شي.
معنوي وویل چې راتلونکو دو اونیو کې به په دې برخه کې یو پلان هم ترتیب کړي او ترڅنګ به یې د نیمروز ولایت ته یو ۶کسیز پلاوی هم ولیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button