پوهنې وزارت د روان ښوونیز کال د رخصتۍ نېټې اعلان کړې

عزم(دوشنبه، ۲۶، لړم ۱۳۹۹): پوهنې وزارت د روان ښوونیز کال د سړو سیمو د رخصتیو نېټې اعلان کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوهنې وزارت د مشر تابه د پخوانیو پرېکړو په تعقیب د ۱۴۰۰ ښوونیز کال د زده کړو د زیانمنېدو او سړې هوا څخه د مخنیوي په موخه لاندې لارښوونې کوي.

«۱- ښوونکي مکلف دي چې د ژمي د رخصتیو نه مخکې زده کونکو ته لارښوونه وکړي چې د رخصتیو پرمهال لوستل شوي درسونه تکرار کړي او د کلنیو ازموینو لپاره چمتو وي. د یادولو وړ ده چې د کلنیو ازموینو لپاره پوښتنې د لوستل شويو درسونو څخه چمتو کېږي.

۲- د پورتنیو موادو په پام کې نیولو سره، د ۱۳۹۹ تعلیمي کال د کلنیو آزموینو نمرې له ۱۰۰ څخه حسابیږي.

۳- د ټولو سړو سیمو ښوونځي له ۱-۶ ټولګي پورې د ۱۳۹۹ د لیندۍ د لومړی نیټې نه رخصت دي.

۴- د ټولو سړو سیمو ښوونځي له ۷-۱۲ ټولګي پورې د ۱۳۹۹ د لیندۍ د ۱۵ نیټې نه رخصت دي.

۵- د ډیرو سړو سیمو د ټولو ښوونځيو ۱-۱۲ ټولګي پورې د لیندۍ د لومړی نیټې نه رخصت دي.

۶- د کال ورستی آزموینې د ۱۴۰۰ تعلیمي کال په پیل کې اخیستل کیږی.»

د خبرپاڼې له مخې، ټول دولتي، خصوصي، دیني مدرسې او دارالحفاظونه د پورتني لارښوونې تابع دي او د تطبیق وړ دي.

پوهنې وزارت داسې مهال د کلنیو رخصتیو نېټې اعلان کړې، چې په سړو سیمو کې یوازې درې میاشتې مخکې درسونه پیل شوي دي.

سږ کال د کرونا له امله ټول ښوونیز مرکزونه د وږي تر ۱۵ مې رخصت وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button