ننګرهار کې سږ کال د خُرما حاصلات ۱۵۰ مټریک ټنه اټکل شوي

عزم(دوشنبه، ۲۶، لړم ۱۳۹۹): د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ریاست اړوند په ۶۷جریبه ځمکه د خُرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې سږ کال به ۱۵۰ مټریک ټنه حاصل ورکړي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مرکز جلال اباد ښار سربېره په بهسودو، کامې، ګوشتې، سره رود، ښېوې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د خُرماوو بڼونه شته، چې اوس یې ډېرې ونې حاصل ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې، د بهسودو ولسوالۍ فارم هډې سيمه کې د سعودي عربستان له لوري د خُرماوو مرسته شویو لس زره نيالګيو چې پنځه کاله وړاندې کينول شوي هم سږکال حاصل ورکړی.

ننګرهار يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د خرما ونو په کې ښه وده او حاصل ورکړی، د خرما ونې په ګرم، معتدل، وچ ځای او هغو سيمو کې توافق کوي، چې کمې اوبه لري.

په ننګرهار کې بېلابېلې خرما کرل شوي دي، چې په عام بازار کې یوه کیلو خرما په سل افغانۍ پلورل کېږي.

د کرنې وزارت وايي، د ننګرهار سربېره په لغمان، هلمند او نیمرزو ولایتونو کې هم د خرماوو حاصلات ښه دي او په پام کې لري چې په نیمروز کې ګڼ شمېر د خرماوو سوداګریز بڼونه جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: