متل او کیسه

 

یوه سړي غوښتل خپل پسه حلال کړي، خو دې وخت کې چاړه په شګو کې ورنه ورکه شوه، نو د پسه حلالول یې پرېښودل.

خو څه وخت وروسته پسه راغی، شګې یې راپلټلې چې ځان ته ځای جوړ کړي، چې شګې یې راخرَلې هغه چاړه په کې راپیدا شوه، نو سړی راغی، پسه یې راونیو او حلال یې کړ!

‏ په دې کیسې پورې دا خبره وشوه چې (عنز تحرث عن السكّين) پسه د چړې په لټه کې. او دا خبره پسې متل شوه او دا متل د هغه چا لپاره کارول کیږي چې په خپل لاس ځان ته د هلاکت اسباب برابر کړي.

لکه موږ چې د اخرت تلپاتې ژوند ته مو شا کړې او د دنیا د څو ورځني ژوند جوړولو لپاره سرګردانه او لالهانده یو!.

أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: