قعقاع بن عمرو التمیمي رضي الله عنه

 

د خالد بن ولید رضي الله عنه لښکر چې کله د مرتدینو له قتال څخه وزګار شو، او جزیرة العرب مکمل پاکه شوه، نو خالد رضي الله عنه د فارس په طرف مخ کړ، په همدې وخت کې یې د أبوبکر رضي الله څخه مرسته وغوښته، ترڅو فارسیانو ته درس ورکړي
أبوبکر رضي الله عنه خالد رضي الله عنه ته یواځې یو سړی د مرستې لپاره را ولېږلو
سړی چې کله د مسلمانانو لښکر ته را ورسېد، مخ یې پټ کړی و، سلام یې واچولو، بیا یې وویل:
زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه أبوبکر رضي الله عنه تاسو ته د مرستې لپاره را لېږلی یم!
خلکو د سړي شاته لیدل چې وروسته به ترې لوی لښکر را روان وي!
سړي وویل:
یواځې زه تاسو ته د مرستې لپاره را لېږل شوی یم!
اسلامي لښکر د دې خبرې په اورېدلو سره هک پک شو، عجیبه ده، دوی د یوې سترې امپراطورۍ پر خلاف جنګ کوي هغه هم په یو وړوکي لښکر، او چې کله یې مرسته وغوښته نو یو سړی یې ورته را ولېږلو!!!
مسلمانانو خپل امیر خالد رضي الله عنه ته لیدل

خالد رضي الله عنه وویل:
ای مسلمانانو!
ځانونه مو د فارسیانو پر خلاف جنګ کولو لپاره تیار کړئ، مونږ ته مرسته را ورسېده.

دا سړی قعقاع بن عمرو التمیمي رضي الله عنه وو، هغه قعقاع چې په اړه یې أبوبکر رضي الله عنه ویل:
“د قعقاع رضي الله عنه اواز په لښکر کې له زرو سړیو غوره دی”
أبوبکر رضي الله عنه به ویل:
“هغه لښکر به مات نه شي چې په هغې کې قعقاع بن عمرو رضي الله عنه وي”.

سلمان افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: