علماء او د ټولنې مسئولیتونه

 

لیکنه: ثناءالله معصوم

عالم د تورتمونو او د جهل د اژدهاوو په وړاندې په هره پیړۍ کې امت له هلاکت او بربادي څخه ژغورلی شي، دوی د علم په مشال د تیارو سینې تل د رڼا په مخ پرانیستی شي، خو که یې علم ته د علم او مسئولیت ته د مسؤلیت په سترګه وکتل.

هوکې،، په هره پیړۍ کې، که اسلامي امت د کفر څپو په مخ کړی وي، همدغو علماوو د کفر څپې تم کړي او امت یې له هلاکت څخه ژغورلی دی.
ولې عالم د امت د بربادۍ او د سر لوړۍ مسؤلیت په غاړه لري..؟
ځکه عالم د الله د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له طرفه په دروند مسئولیت مأمور شوی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وراثت مقام او امت ته د اسلامي احکاماتو په پلي کولو سره عالم مأمور دی، چې په کامله طریقه به د الله د رسول د وراثت چارې په مخ وړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله ج له طرفه مونږ ته د اقتدا او د الله ته د رسیدلو قدوه(رڼا) تعین شوی دی.

لقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرْ]

الاحزاب

ژباړه: په یقیني توګه د الله پیغمبر د هر هغه چا لپاره چې الله ته د ورګرځېدو او د آخرت ورځې ته هیله من وي د نیکۍ یوه غوره نمونه ده.

اوس له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ورسته د اقتدا چارې د هغه مبارک وارثانو په برخه رسیږي، رازو وراثان څوک، او مسئولیتونه یې کوم دي،، او څه وخت عالم د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارث ګرځي..؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي.
إنَّ العلماءَ ورثةُ الأنبياءِ، وإنَّ الأنبياءَ، لم يُوَرِّثوا دينارًا، ولا درهمًا، إنما وَرّثوا العلمَ.

رواه ترمذي

ژباړه: په تحقیق سره علماء د انبیاؤ وارثان دي، او له انبیاؤ څخه په میراث دینار او درهم نه بلکې علم پاتې کیږي.

معلومه شوه چې د نبي خپل وارث عالم پریښي او وارث باندې لازمه ده چې د موروث په ټولو چارو کې به وراثت کوي.
رسول الله صلي الله علیه وسلم که یو طرف ته د مسجد نبوي امام او خطیب ؤ، بل طرف ته د اصحاب صفه د مدرسې استاذ هم ؤ، یو طرف ته که رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د اصحابو پیشوا ؤ بل طرف ته د جهاد د سنګر یو امیر او مشر هم ؤ، رسول پاک صلی الله علیه وسلم د محراب او ممبر له څنګه د جهاد د سنګر د قمندې چارې هم په مخ وړلې.
ځکه د هغه مبارک هدف د اسلامي نظام او د الله په ځمکه د لوی رب بندګي ته خلک رابلل وو، او د داسې نظام جوړولو ته ضرورت وو چې اسلامي احکامات ورکې پلي شي.
رازو مسئولیت د هغه چا ته چې د نبي د وراثت دعوه کونکی وي، که ریښتیا د وراثت دعوو کوو رازئ په هغه څه عمل وکړو څه مو چې مسئولیت جوړیږي.
که یوازې مو وراثت تر مسجد او محراب پورې محدود شي او د نظام چلونې فکر راسره نه وي هیڅکله بیا د نبي د وراثت دعوه نشو کولی، یو ځل که مشکل په دې حل کیدلی بیا د بدر او د احد خونړۍ معرکې او د نړۍ واکمنانو ته د اسلام دعوت څه حاجت وو ..؟
که سیاست او نظام جوړونه د رسول پاک طریقه نه وي او د اسلامي احکاماتو څخه خارج وي بیا د رسول پاک صلی الله علیه وسلم په وخت کې د دوی دومره لوی نظام چا جوړکړی وو او چا یې چارې سمبالولې..؟
او که د رسول پاک طریقه وي او مونږ یې نه کوو بیا نو وراثت څه معنا ..؟
او که وارثان هم یو نو ولې یې بیا د ځان حق نه ګڼو.
کفري نړۍ له اوله تر آخره په دې کوشش کې ده چې دوی سیاست او نظام د اسلام له احکاماتو څخه بیرون وګڼي، ځکه دوی په دې پوی دي که نظام د عالم په لاس جوړ او چارې یې روانې شوې دوی به هیڅکله بیا خپلو اهدافو ته ونه رسیږي.
علماء په دې مسئول دي چې تل او په هر وخت او زمان کې به لکه څنګه چې د امامت او تدریس چارې په مخ وړي همدارنګه به د نظام د جوړونې فکر هم او د اسلامي ارزښونه ساتل به یې لوی هدف وي.
او دا مونږ ته د تاریخ له پاڼو ثابته ده چې کله هم د مسلمانانو رهبري او د نظام چارې علماؤ په لاس کې اخیستې وي هماغه د امت د سرلوړۍ او عزت دوره وي، او کله چې علماء د نظام د جوړونې په ځای په نورو فکرونو کې مبتلا شي هماغه بیا د امت د ذلت او بربادۍ تور تاریخ له ځانه سره لري.

د اسلامي نظام د راتلو په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: