مسیر ورځپاڼه: د سولې په روان بهیر کې باید ملګري ملتونه منځګړیتوب وکړي

عزم(سهشنبه، ۲۷، لړم ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د افغان سولې په روان درېدلي حالت او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د سولې روان بهیر په ټپه درېدلی دی او لا هم په بین الافغاني خبرو کې شته اختلافات حل شوي نه دي.

«د افغان سولې پروسه په ټپه ولاړه ده. که څه هم حکومتي پلاوی لا په دوحه کې دی، خو له طالبانو سره یې غونډې نشته او د سولې خبرې ولاړې دي. د دواړو لورو اساسي اختلاف پر دې دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه د بین الافغاني خبرو لپاره اساس شي او که نه. طالبان همدا اساس ګڼي، خو حکومت یې ورسره نه مني. د دواړو لورو لخوا متفاوت وړاندیزونه هم شوي، خو اختلاف پر ځای دی او د بین الافغاني خبرو لپاره کړنلاره او اصول همغسې اختلافي دي. د ستونزې د حل لپاره د نورو هېوادونو شوې هڅې هم بې پایلې وې او کوم اساسي پرمختګ ونه شو.»

د سرلیکنې له مخې، ټرمپ له افغانستان نه د امریکايي عسکرو په وتلو کې جدی دی، خو دلته د سولې خبرې ډېرې ورو روانې دي او که دغه خبرې چټکې نه‌شي، نو ناوړه پایلې هم له ځان سره لرلی شي.

«د افغانستان د سولې پروسه په داسې حال کې په ټپه درېدلې چې له یوه اړخه هره ورځ جګړه لسګونو او آن سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او له بله اړخه د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو بحث کېږي چې ورسره به افغانستان یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ته ټیل وهل شي. داسې ښکاري چې ټرمپ د ځواکونو په وتلو کې جدي دی او ښکاري چې ژر به لویه برخه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. له دې سره به افغان حکومت لا زیات لړزانده شي، سختې او خونړۍ جګړې به وشي، طالبان به د لا زیاتو سیمو د لاندې کولو هڅه وکړي او حالت به ډېر خراب شي. له همدې امله اړتیا ده چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله د سولې په پروسه کې چټک او اساسي پرمختګ وشي.»

د مسیر په باور، که ملګري ملتونه د سولې په روانو خبرو کې منځګړیتوب وکړي، نو د سولې خبرې یوې پایلې ته رسولی شي؛ ځکه ځینې هېوادونه غواړي چې د سولې روانې خبرې په ټپه ودروي.

«اوس خبرې له یو بندون سره مخ دي او د سولې په لاره کې یو داسې خنډ راغلی چې دواړه لوري یې په لرې کولو کې پاتې راغلي دي. له بله اړخه پر دواړو اړخونو نه د کوم بهرني لوري لخوا لوی فشار شته او نه هم د سولې په پروسه کې یو سم منځګړی شته چې د ستونزې په حل کې مرسته وکړي. له همدې کبله د یو ښه او ناپېیلي منځګړي اړتیا ده. تر اوسه پورې د سیمې او نړۍ ډېری مطرح هېوادونه یا خو د حکومت ملاتړ کوي او یا هم د طالبانو، نو ځکه د دوی منځګړیتوب ستونزه نه شي حل کولی. آن ځینې سیمه‌ییز هېوادونه خو نه غواړي چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي. نو پر دې اساس اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ملګري ملتونه د منځګړي په توګه مداخله وکړي. د ملګرو ملتونو منځګړیتوب چې له یوه اړخه به تر ډېره ناپېیلی وي، له بله اړخه به اغېزناک هم وي. د دې تر څنګ، دا غوره ده چې ملګري ملتونه د منځګړیتوب تر څنګ د اسانچارۍ او آن د سولې د پروسې تخنیکي او مالي برخې په لاس کې واخلي. ملګري ملتونه د ښه منځګړیتوب تر څنګ په دواړو لورو فشارونه هم راوستلی شي او له خپلو هغو دریځونو یې تېرولی شي، چې د سولې په پروسه کې د خنډ او ځنډ سبب کېږي. که ملګري ملتونه مداخله او منځګړیتوب ونه کړي او د سولې پروسه پیاوړې نه شي، نه یوازې دا چې د سولې پروسه به بریالۍ نه شي، بلکې په افغانستان کې به د سیمې هېوادونو سیالۍ او مداخلې زیاتې شي او موږ به یوې بلۍ خونړۍ جګړې ته ننوځو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button