ویسا ورځپاڼه: اشرف غني په لوی لاس د ملوک الطوایفۍ تجربې تکراروي

عزم(سهشنبه، ۲۷، لړم ۱۳۹۹): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني په هغه فرمان بحث کړی، چې له دې وروسته به ولسوالان د سیمه‌ییزو بارسوخه خلکو په خوښه ټاکل کېږي. ورځپاڼې لیکلي: دغه فرمان په داسې حال کې ورکول شوی، چې د مرکزي حکومت د واک ساحه ورځ تر بلې کمېږي.

«ولسمشر غني په دې وروستیو کې یو حکم صادر کړی چې پر اساس یې یوه کمیټه جوړه شوې څو د برحاله ولسوالانو کارونه وڅېړي او نوي ولسوالان له محلي با رسوخه خلکو له جملې څخه او د متنفذو کسانو په مشوره او وړاندیز استخدام کړي. تر دې دمخه ولسوالان د اداري اصلاحاتو د کمیسیون لخوا د اداري کدرونو په توګه استخدامېدل. په داسې حال کې چې د مرکزي حکومت د واک ساحه ورځ تر بلې محدوده کیږي او د هیواد پر اطرافي سیمو د طالبانو ولکه مخ په زیاتېدو ده، همدارنګه د دولت او د سولې له پروسې سره مخالف دولتونه په ګډه د محلي ملیشو پر جوړولو هم لګیا دي، د دولت دغه اقدام کېدای شي ډېر منفي اثرات له ځانه سره ولري.»

د سرلیکنې له مخې، په هېواد کې داسې ولسوالۍ هم شته چې ګډ قومونه پکې اوسېږي او که چېرې دغه طرحه عملي شي، نو قومي جګرو ته به هم لاره هواره کړي.

«افغانستان د متمرکز نظام لرونکی هیواد دی. اوږدو جګړو او د هیواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو هیوادنو خصوصاً د ګاونډیانو لاسوهنې هم ایجابوي چې د مملکت د بقا لپاره قوي مرکز موجود وي. د افغانستان جغرافیه هم چې له لوړو غرونو او جلا جلا درو جوړ شوی هېواد دی، د دې ایجاب کوي چې د دولتي ادارې ټول مسایل په مرکز پورې په معقوله بڼه وتړل شي. البته د نړۍ په هر گوټ کې له خلکو او متنفذو محلي څیرو سره په حکومتدارۍ کې مشورې یو معمول دی. په افغانستان کې هم له پاچایانو تر ولسمشرانو په همدې لاره تللي، مگر د ولسوالانو انتخابي کیدل او د محل له لوري د قانوني چلند په توگه مرکز ته معرفي کیدل جلا شی دي. په فعلي شرایطو کې د دولت دا نوی اقدام به بېلابېل ګواښونه د افغانستان دولتي حاکمیت او د خاورې سالمیت ته پېښ کړي. د څو لسیزو جنګي حالت د افغانستان په هره سیمه کې زور لرونکي قوماندانان او د جنګي اقتصاد له ګېډې راوتلي نوي شتمن او زورواکي انسانان زیږولي دي. دغه نوي قدرت لرونکي له یوې خوا د جګړې په ککړ او مافیايي اقتصادي څرخ پورې تړلي دي او له بلې خوا اکثراً له یو او بل بهرني هیواد سره خاصې اړیکې لري. د ولسمشر د نوي حکم په تطبیقولو سره به د هرې ولسوالۍ زور واکي خلاص لاس ولري تر څو د زور او نفوذ په اعمالولو سره خپل کسان د ولسوالانو په توګه مقرر کړي. له بلې خوا د افغانستان داسې ولسوالۍ شته چې د بېلا بېلو قومونو او ژبو خلک تر اوسه د خویندو او وروڼو په شان سره پکې شریک ژوند تیروي. دغه نوی حکم به باعث شي تر څو د غرض خاوندان په خپله ګټه د خلکو د قومي عصبیتونو په تحریکولو سره وغواړي خپل د نظر وړ کسان د ولسوالیو رهبرۍ ته راولي، د دغه کار آخري نتیجه به د خلکو په منځ کې د ډول ډول تفرقو ایجادېدل وی.»

د ویسا په باور، ځینې خلک له دې وړاندې هم داسې څرګندونې کوي چې افغانستان کې قوي مرکزي حکومت ناشونی دی او اشرف غني دې په لوی لاس لاره هواره کړه.

«بل مهم ټکی دا دی چې نوی حالت به بالآخره په هیواد کې د ملوک الطوایفي د مینځته راتلو باعث وګرځي. هسې هم بهرنیان، خصوصاً په غربي نړۍ کې ځینې سیاسیون او افغانستان پېژندونکي په تکرار دا نظر خپروي چې افغانستان د واحد قوي حکومت د لرلو د زیان نتایج گالي، حال دا چې دا نظام په دې هیواد کې مؤثریت نلري، دوی د افغانستان شخړې سیمه ییزې او قومي بولي او د جګړو د پای ته رسېدو لپاره د غیر متمرکز نظام د جوړولو سپارښتنه کوي. دغه افکار په واقعیت کې د هغه استعماري غاصبو قوتونو لخوا تبلیغیږي چې غواړي د خپل واک د اوږدولو لپاره افغان ملت پر خپل منځ کې په شخړو واړوي او دا خلک نور هم تضعیف کړي. واقعیت دا دی چې پر افغانستان تحمیل شوې جګړه بیروني او استخباراتي جګړه ده چې د پردیو د ګټو لپاره له افغانانو قرباني اخلي. خلاصه دا چې دولسمشر دا نوی حکم په پوهه یا ناپوهۍ کې د دغې استعماري نقشې عملي کولو ته لار اواروي او په هیواد کې دیو نوي ناورین د منځته راتلو باعث گرځي. تر اوسه هم لا وخت شته چې حکومت پر خپل دغه تصمیم له سره غور وکړي او د هیواد د لا پاشل کېدو لامل ونگرځي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: