ننګرهار کې د المونیمو کارخونې هره ورځ ۳زره کیلو ګرامه لوښي جوړوي

عزم(سهشنبه، ۲۷، لړم ۱۳۹۹): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي، په جلال اباد کې د المونیمو درې کارخونې فعالیت کوي، چې هره ورځ په منځني ډول ۳زره کیلو ګرامه لوښي جوړوي او د ننګرهار سربېره یې نورو ولایتونو ته هم لېږي.

د دوی په خبره، په یادو کارخونو کې ۱۷۰ تنه کار هم کوي او هره کار خونه د ۸ زره کیلو ګرامه المونیمي لوښو جوړولو ظرفیت لري، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله یې تولیدات کم دي.

دوی وايي، که د یادو کارخونو لپاره د برېښنا، ځمکې او خامو توکو ستونزه هواره شي، نو خپل تولیدات به ډېر کړي.

د یادو کارخونو مالکان هم وايي، چې د حکومت له لوري څو ځلې د ستونزو د هوارۍ ژمنې ورکړل شوي، خو تراوسه عملي شوي نه دي.

په ننګرهار کې د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې ګڼې کارخونې فعاله دي، چې ګڼ توکي تولیدوي او سلګونه تنه پکې په کار هم بوخت دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button