د امریکا ټاکنې: کرونا وژلی کاندید هم قانون جوړونکې جرګې ته کامیاب شوی

عزم (چهارشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۹): ډیر کله به مو اوریدلي وي، چې ټاکنو کې کوم کاندید په ژوندینې ناکام شوی او یا کامیاب شوی وي؛ خو لا به مو نه وي اورېدلي، چې د امریکا په سږنیو ټاکنو کې یو تن مړ کاندید هم د قانون جوړونکې جرګې یوې څوکۍ ته کامیاب شوی دی.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې: په شمالي ډکوټا کې د امریکا د قانون جوړونکې جرګې په ټاکنو کې د ري پبلکن (جمهوریت غوښتونکي) ټاکنیز ګوند یو تن غړی ډیویډ انډهیل هم بریالی شوی.
ویل کیږي، چې ډیویډ انډهیل د اکتوبر په ۶ مه نېټه کرونا وېروس وواژه؛ خو د امریکا په ټاکنو کې بله میاشت نوموړی بریالی اعلان شو، چې خلک یې حیران کړل.
د رویټرز راپور څرګندوي: دا چې امریکا کې د کرونا له امله خلکو تر وخت مخکې د پوسټ له لارې رایې ورکړې وې؛ نو پر مټ یې ډیویډ انډهیل هم کامیاب شو.
بل لور ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د ناکام شوي ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز ټیم ویاند وایي: ۵۵ کلن ډیویډ انډهیل بریالی شو؛ خو مرګ واخیسته، ټرمپ کامیاب شو؛ خو فساد ورسره وشو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button