روغتیا وزارت: د کرونا ۲۱۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي

عزم(چهارشنبه، ۲۸، لړم ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د کرونا ۱۱۹۴ مشکوکو پېښو معاینات ترسره کړي دي، چې ۲۱۳ پېښې مثبتې وې.

د دغه وزارت چارواکي وايي، تازه پېښې ۵۳په کابل، ۵۱ په هرات، ۲۳ په تخار، ۲۱په ننګرهار، ۸ په لغمان، ۸ په روزګان، ۳ په زابل، ۳په بادغیس، ۲ په فراه او په میدان وردګو او کندوز کې هم ۱ـ ۱ یوه پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا له امله ۶ تنه مړه شوي، خو ۲۴ تنه له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

د تازه پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم ۴۳زره او ۶۲۸ ته ورسېد، چې ۳۵زره او ۱۶۰ تنه ترې رغېدلي، خو ۱،۶۳۸تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال ۶،۸۳۰تنه لا هم له دې ناروغۍ کړېږي، چې ۹۳تنه یې جدي ناروغان دي.

په روانه اوونۍ کې په هرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا مثبتې پېښې له ۲۰۰ اوښتې وي، چې ورسره یې د کرونا د دویمې څپې د خپرېدو خبرداری ورکول کېږي.

که څه هم د ګرمۍ په موسم کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر صفر ته راښکته شوی و، خو د هوا د سړېدو سره د کرونا د مثبتو پېښو بیا ډېر شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: