روغتیا وزارت په رانیټیډین درملو بندیز لګولی
عزم(چهارشنبه، ۲۸، لړم ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د «رانیټیډین» په ګولیو بندیز لګولی او د دغه ګولیو پلور او پېر یې ناقانونه ګڼلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امریکا د خوړو او درملو ادارې د نوې څېړنې پر بنسټ «رانیټیډین» درملو ټول محصولات چې د ان نایټرس امین «NDMA»کېمیاوي ترکیب لرونکي دي او دغه محصولات د سرطان ناروغۍ رامنځته کوونکي پېژندل شوي دي.
«د هېواد د عامې روغتیا وزارت د څېړنو او د دې درملو محصولاتو زیانونو پر اساس د «رانیټیډین» محصولات د هېواد له بازارانو را ټول کړي او د دې محصول د وارداتو او کارولو څخه یې منع کړي دي.
که چېرې «رانیټیډین» محصولات په قاچاق ډول هېواد ته وارد شي، د ضبط برسېره، د قېمت معادل جریمه او سر غړوونکی عدلي او قضایي ادارو ته معرفي کېږي.»
د روغتیا وزارت داسې مهال په «رانیټیډین» بندیز لګوي، چې امریکا کې د درمل پلورنې یو شرکت CVS پرو سږکال په دغه درملو بندیز لګولی و او په خپلو څېړنو کې یې ویلي وو، چې «رانیټیډین» درمل له سرطان سره اړیکه لري.
پرو سږکال د امریکا سربېره کاناډا، فرانسې، بنګلهدېش او ګڼو نورو هېوادونو هم په «رانیټیډین» بندیز لګولی و او دغه درمل یې خطرناک بللي وو.
د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA)او د اروپايي درملو ادارې (EMA) د (۲۰۱۹) د سپټمبر پر ۱۳مه اعلان وکړ چې په رانیټیډین درملو کې دې د (NDMA) په نوم ماده وڅېړل شي.
د رانیټیډین په نوم د مادې درلودونکي درمل د معدې د اسیدو تولید کموي او هغو ناروغانو ته ورکول کېږي چې معده یې سوځي یا د معدې زخم لري.
اوسمهال هېواد ډېر داسې درمل واردېږي، چې کارول یې د ګټې پر ځای زیانونه پېښوي، خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله یې مخه نه نیول کېږي او عام بازار کې په ازاد ډول پلورل کېږي.