تشويق  يا هڅونه…!

 

ليکنه: م. کريم الله کامران

د تشويق يا هڅوني په اړه عامه ذهنيتونه ډير ښه تعبير وړاندي کوي، تشويق او هڅونه د خلکو لپاره د خپل هدف په لور د تګ په لاره کې شته کږليچونه او پيچومي اسانه کوي، په تشويق او هڅونه سره خلک د لويو ستونزو، مشکلاتو او تکليفونو ډک پړاوونه په ډير خوند او ډاډه زړه وهي د هر راز طوفانونو او سيلابونو سره د نر غوندې ډغري وهي، او د زمري په څېر په لوی زړه د خپل هدف په لور ګامونه اخلي.
خلک د نورو په تشويق او هڅونه د خپل ژوند تر ټولو ستره ورکه (هدف) لاس ته راوړي، په ژوند کې ستر ستر بدلونونه هم د نورو د هڅوني په وسيله تر لاسه کوي، د نورو د هڅوني په واسطه اوږده مزلونه رالنډوي او خپلو وروستيو هيلو او هدفونو ته ځانونه رسوي، څومره چې د نورو له لوري د تشويق او هڅوني لفظونه او عملونه درانه او د اهميته ډک وي همدومره هڅوونکی خپل هدف ته جدي او متوجه کيږي او په خپل ژوند کې له ارزښته ډک پرمختګ کوي.
ښه مې ياد دي، د خپلي زدکړي په پېر کې چې څومره به کوم استاد د تشويق او هڅوني لاره نيولې وه، همدومره به زدکوونکي د هغه استاد په درسونو کې د پام وړ توجه او جديت څخه برخمن وو، او د دې برعکس څومره چې به د کوم استاد په درسونو کې هڅونه په ټيټه کچه موجوده وه، په هغومره کچه به يې په درس کې د زدکونکو د خوبونو او سوچونو پله درنه وه.
په زدکړو او نورو ښه کارونو کې د لويانو په پرتله ماشومانو ته هڅونه ډيره خوند ورکوي، يوازې د هڅوني په څو لفظونو يې د ماشوم زړه نړۍ باغ باغ کيږي او خپل په پرمختګ کې څو برابره چټکتيا راولي، څومره چې لويان د هڅوني په لاره کې عملي اقدام مؤثر کوي، همدومره ماشومان يوازې “افرين” يا “شاباش” کليمې تر تاثير لاندې کوي، او د زړه له تله خپلو زدکړو او د نيکيو کارونو ته ملاتړي.
خو په ډير تأسف سره بايد ووايو، چې زموږ په ټولنه کې ډيرو خلکو د تشويق او هڅوني پر ځای د ترټلو او وهلو کرغيړنه تګلاره خپله کړې ده، د زياترو مشرانو خو بيخي د تشويق او هڅوني لپاره د “افرين” کليمه لا هم زده نه وي، د دوی په فکر انسانان په ځانګړې توګه ماشومان يوازې د وهلو او ترټلو له لاري ژوند سمولی شي او خپل هدف تر لاسه کولی شي، حال دا چې د ترټلو او وهلو تګلاره د لويانو او ماشومانو د ژوند د سمون لار نه ده، بلکې له دې لارې ماشومانو ته ستر بدني، ذهني او رواني زيانونه رسېدلی شي.
موږ بايد له زدکړې نيولې تر هر ښه کاره پورې خلکو ته د هڅوني برنامه له ځان سره ولرو، خپل ماشومان د هڅوني له لارې په ښه زدکړي او د خير په کارونو اموخته کړو، خپله ټولنه د تشويق او هڅوني په مټ د پوهي، فکر او پرمختګ په لاره روانه کړو، د بيلګي په توګه د کتابونه مطالعې ته په پراخه کچه د خپلي ټولني ځوانان تشويق کړو، او علم او پوهي ته يې وهڅوو، تر څو ټولنه مو د پوهي په پانګه د رواني اوږدې غميزي څخه نجات پيداکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: