افغان اشغال او په استحماري لومه کې نښتي ځوانان

عنایت الله خاموش
هغه مولانا یاسر صاحب ډېره ښه وینا کړې چې روسي اشغال په موږ کې شهیدان زیات کړل؛ خو امریکايي اشغال بیا کافران.
افغانستان ته کابو څلوېښت کاله د مخه د بهرنیانو لاسونه را اوږده شول. د ثور د اوومې له کودتا وروسته چې د خلقي او پرچمي په نوم کمونیستانو له لوري ترسره شوه، بهرنیانو مخامخ لاسوهنه پیل او بیا په ډېره بې شرمۍ سره د افغان ملت د شهیدولو او ربړولو په موخه راغلل. دلته یې زموږ ملت له ستونزو سره مخ کړ.
همغه مهال افغان ملت د روسي یرغلګرو په وړاندې مقاومت وکړ او په ډېره مېړانه یې د خپل ملت د نجات په موخه قربانۍ ورکړې. یرغلګرو ماتې وخوړه او خپله امپراطوري یې دړې وړې شوه.
وروسته بیا د افغانانو ترمنځ اختلاف راغی او د موقف لپاره شخړې پیل شوې. چې په دې اړو دوړ کې د غرب، په خاصه د امریکا مخامخ لاس و او ډېری افغانان یې د نورو په مقابل کې جګړه کولو او واک ترلاسه کولو ته هڅول. دا دوره هم ختمه شوه، طالبان راپورته شول او د اسلامي امارت په نوم نظام یې رامنځته کړ. او… .
بیا له دوه زره یو وروسته امریکا یي اشغال پیل شو او دا دی تر اوسه لا ران دی. امریکايي اشغال له روسي هغه سره توپیر درلود. هغه دا چې د افغانانو د کمزورۍ نقطې یې ځان ته معلومې کړې وې او د نویو تبلیغاتي وسایلو څخه یې هم پراخه استفاده وکړه.
په افغان خاوره له امریکايي یرغل مخکې هم، ځینو خود غرضه رسنیو ناوړه تبلیغات کول. حساسیتونه یې راپارول، نفرتونه یې ایجادول او…. کله یې چې یرغل وکړ او افغان خاوره یې اشغال کړه، زیاتي رسنۍ یې کرایه کړې او د خپلې بریا و خپل فکر د ترویج په موخه یې استفاده ځینې وکړه.
په افغانستان کې یې نه یواځې دا چې رسنۍ ایجاد او فحش افکار یې ترویجول؛ بلکې نایټ کلبونه، نمایشګاه وي او نور داسي مرکزونه ایجاد کړل چې د افغان نسل د غولولو او بېلاري کولو لپاره اغېزمن ول. همدارنګه ځینې افغان ځوانان یې د ګمراه کولو په موخه نورو هیوادونو ته د تحصیل تر شعار لاندې ولېږل او هغوی هلته د خپلو ځوانانو د ګمراه کولو چلونه زده کړل او … .
امریکايي اشغالګرو د خپلو مزدورانو په مټ په افغان نوي نسل داسې ریشخند وواهه چې که اشغال ختم هم شي، اغیزې به یې لکه د تاجکستان او… هیوادونو تر ډېره وخته پاتې وي، چې که بیا یې د سمون لپاره مبارزه ونشي، له خپل مذهب او کلتور څخه به بېخي لرې او پردي شي.
امریکا او غرب، افغان خاوره په دې موخه نه ده اشغال کړې چې افغان جغرافیه ورته مهمه وه؛ بلکې په دې موخه یې اشغال کړه چې دلته غیرتي او په ننګ ولاړ خلک له منځه یوسي او یو داسې نسل په میراث پرېږدي چې د کفري ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي، نه د خپل ملت، کلتور او مذهب لپاره. امریکا افغان خاوره په دې موخه اشغال کړه ترڅو دلته د استحمار تخم وشندي او بې دینه او سیکولار ذهنیتونه را زرغونه کړي. هغوی افغان ځوانانو ته د اسحمار لومه ایښې او افغان ځوانان پکې را ښکېلوي. ترڅو د دوی ګټي خوندي او خپل غرور له لاسه ورکړي.
نو تر هغې چې د استحمار دغه لومې شناسايي او له منځه لاړې نشي، تر هغې به د دې تمه نه کوو چې نوی نسل یا ځوانان به مو په سمه لاره یون وکړي. دلته یو ګنده او پلیت فکر ترویج شوی او اوس هم لا پانګونه کېږي ترڅو افغان ځوانان په عبثیاتو اخته، له غربي فکر څخه اغېزمن او خپلو عُلیا ګټو څخه لرې وساتل شي. ویښ او قلموال مبارزین باید د نوي نسل د اصلاح په موخه منسجم او د غربي فکر ترویجونکو ته یو داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړي، لکه څنګه چې د حق د لارې مبارزینو په فزیکي و حربي ډګر کې ورکړ. موږ باید په ډېر هوش او حوصله، داسې پالیسي غوره کړو چې ګمراه شوي او له پلیتۍ څخه اغېزمن شوي ځوانان سمې لارې ته سوق کړو. هغوی ته قناعت بخشه دلایل وړاندې کړو او د خپلو و غربي ګټو څخه یې اګاه کړو. هغوی ته باید سمې او ناسمې لارې په ګوته، همدارنګه له ګټو او زیانونو څخه یې خبر کړو. او…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: