د هغو کسانو دېرش نیمګړتیاوې چې کتاب نه لولي

 

ژباړن: انبيا ژمن

۱ – ډېر په آسانۍ د تبليغاتو تر اغېز لاندې راځي.
۲- تکراري خبرې کوي.
۳- د لغاتو زېرمه يې ډېره محدوده ده.
۴- خپل ځان نه پېژني.
۵- هیجاني او احساستي ژوند کوي.
۶- د ذهني استدلال ځواک يې تقریبا له منځه تللی.
۷- د عوام فريبۍ له استعداد څخه برخمن کېږي.
۸- عقلي ځواک يې وده نه مومي.
۹- پر هغه څه چې وايي يې، ډېر کنټرول نه لري.
۱۰- نورو ته د غوږ نيولو هنر نه زده کوي.
۱۱- پر شایعاتو او ګونګسو ژر باور کوي.
۱۲- د انسانانو ترمنځ د توپیر په اهمیت باندې نه پوهېږي.
۱۳- مغز يې د زوال په لور ځوړېږي.
۱۴- پر زده کړه باندې د هغوی د تمرکز کچه په چټکۍ ټيټېږي.
۱۵- په ژوند کې د فکر کولو فرصت له لاسه ورکوي.
۱۶- د «نيوکې» کلمه ورته ناآشنا برېښي.
۱۷- د استبداد د دوام لپاره زمينه برابروي.
۱۸- تر ډېره ناسنجول شوې خبرې کوي.
۱۹- خپلې ګټې په سمه توګه نشي په ګوته کولای.
۲۰ – د «مشورې» کلمه ورته ناآشنا برېښي.
۲۱- د حکومتونو د خوشحالولو لپاره کار کوي.
۲۲- په هېواد کې د حزبي نظامونو د تشکيل د مخنيوي سبب کېږي.
۲۳- ډېر ژر عصباني کېږي.
۲۴- د خپل ځان او نورو لپاره د تابعیت له حقونو څخه ناخبره دي.
۲۵- د خپل شخصیت او فکر د ودې لپاره احساس نه لري.
۲۶- د هر ډول موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګندوي.
۲۷- خلک په ډول ډول القابو باندې یادوي.
۲۸ – د ښه ګمان او بد ګمان ترمنځ توپیر نه شي کولای.
۲۹ – د ژوند په اړه د هغوی تعریف د انساني غرایضو په دایره کې محدود دی.
۳۰ – نه پوهېږي چې ناپوهي څه ده.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button