د مسلمانانو هغه ښار چې يواځې ۷۰ کاله روغ پاتې شو! (مستنده لیکنه)

حماد افغان شیرزاد

د بنو امیة د خلافت او سلطنت دوره د اسلام د تاریخ یو زرین او روښانه باب دی ، د دوی د حکومت په دوره کې د اسلامي امت په برخه ډېر ستر ستر فتوحات ورسېدل، مسلمانانو پکې اقتصادي او سیاسي پرمختګ وکړ او د فتوحاتو سلسله یې د نړۍ څلورو ګوټونو ته وغځېده حتی چې په یوه وخت کې دې حکومت د اسلام د سربلندۍ او د سلطنت د سرحداتو د وسعت لپاره د جهاد درې ستر محاذونه اداره کول او پر مخ وړل. امویانو داسلامي سلطنت سرحدات په مشرق کې تر چین او په مغرب کې بیا د بحرالظلمات تر څنډو وسیع او ورسول ، دوی د اسلام رڼا او خوشبو د افریقا تر وچو صحراګانو ، میدانونو او د هندوستان تر لویو ښارونو ورسوله ، چې تر ننه بیا مسلمانانو ته د داسې سترو فتوحاتو موقع ډېره کمه په لاس ورغله.

د امویانو خلافت په کال ۱۳۲هـ کې د عباسیانو په لاس ړنګ شو خو د دوی د کورنۍ یو ۲۱ کلن ځوان عبدالرحمن الداخل اموي روغ ووت او خپلو ماماګانو ته چې د اندلس (سپین) وه ځان ورساوه او هلته یې د خپل لیاقت، استعداد او شجاعت په پایله کې حکومت تر خپل لاس لاندې کړ او په کال ۱۳۸هـ کې یې هلته بیا د اموي خلافت بنیاد کیښود چې بیا یې تر ۴۲۸هـ پورې دوام وکړ.

اندلس ننې هسپانیه، پرتګال او اسپین هم د همدې فتوحاتو یوه برخه وه ، مسلمانانو دلته د اسلامي تمدن، تهذیب ،معمارۍ بنیاد کیښود او داسې عظیمې کارنامې یې ترسره کړې چې نن هم ورته نړۍ ګوته په غاښ ده د همغه معماریو له جملې یې یوه هم د الزاهرة لوی ښار وو چې خلیفة عبدالرحمن الناصر سوئم (ثالث) چې په الناصر لدین الله هم مشهور و د قرطبه ښار څخه د اته کیلو مترۍ په فاصله کې د ګوداکلیو سمندر ښي اړخ ته آباد کړو.

د تاریخي روایاتو مطابق د دې ښار د پیلولو چارې په کال ۳۲۹هـ کې چې د ۹۳۸ میلادي سره سمون خوري د خلیفه په حکم پیل شوې او تقریبا د لسو کلونو په موده کې بشپړ ښار آباد شو، خو په ۹۴۵میلادي کې خلیفة خپل تخت دې ښار ته نقل کړو او دا یې د خپل حکومت دارالخلافة وګرځوله.

د دې ښار درې حصې وې لومړۍ حصه کې د خلیفه تخت، ماڼۍ او د نیږدې خپلو خپلوانو کورونه آباد کړل او یوه دنګه ماڼۍ یې جوړه کړه چې له هغه ځایه خلیفه د ټول ښار ننداره او څارنه کوله ، دویمه حصه کې یې د دولت د مهمو اشخاصو، وزیرانو او درباریانو کورونه جوړ کړای شول او دریمه حصه کې عام رعیب او فوځیان اوسېدل دلته بې شمیره ښکلي مسجدونه آباد کړای شول ، هر طرفته قهوه خانې، مهمان خانې، ریستورنتونه او د مسافرو د اوسېدو ځایونه هم جوړ وه د ښار ګیرچاپیره بیا خپل حفاظتي دیوال او هر طرفته فوځي چاوڼیو هم شتون درلود.

د دې ښار په آبادولو سره خلیفه وښودله چې دوی په اقتصادي او فوځي برخه کې پوره پرمختګ لري او ښه طاقتور دي ده دې ښار په اړه څیړونکې البرټو مونټیجو وایي: د دې ښار جوړښت د خلافت د طاقت ترجماني کوله او د دې ښار هر څیز په نایاب او نوي شکل او د پوره شان او شوکت سره جوړ کړای شوې وو.

نوموړې زیاتوي: په هغه وخت کې د قرطبه او اندلس خلافت د بازنطنیانو (رومیانو) په وړاندې قوي او د اقتصاد له پلوه پرمختللې او مالداره حکومت وو.

د دې ښار په آبادولو کې د ځینو تاریخي کتابونو له رویه لس زره او ځینې نور بیا دا تعداد کم لیکي کار وکړ او له لرو پرتو ښارونو (پرتګال، قرطبه، دورلیوق او نورو) څخه ډول ډول تیږې او سنګ مرمر او نور زر او جواهرت راوړل شول او پخپله هم دلته د سپینو او سرو زرو کمې نه وو.

خو د پوره شان او شوکت برڅیره دا ښار صرف اویا ۷۰ یا ۷۵ کاله روغ پاتې شو او آباد و، کله چې خلیفه عبدالرحمن الناصر وفات شو د خلافت واګي یې ځوی الحاکم ثاني (دوئم) په لاس کې واخیستل او دې ښار ته یې نور پرمختګ هم ورکړ خو د هغه له مرګ وروسته دا ښار د زوال په لور رهي شو او تر ۱۰۱۰میلادي کال پورې آباد او وروسته بیا مکمل ړنګ شو.

د ړنګیدو ستر لامل یې خپل منځي شخړې او جنګونه وه کله چې الحاکم ثاني وفات شو نو ځوی یې هشام چې ډېر کشر وو خلیفه شو او وروسته بیا د خلافت او سلطنت په حصو تقسیم او د کورنیو جګړو په ترڅ کې دا ښار ړنګ شو د همدې جنګونو په ترڅ کې د امویانو دا عظیم خلافت او دولت هم په کال ۴۲۸هـ ۱۰۳۱مـ کې سقوط شو.

د تاریخي روایاتو موافق د مغرب او نورو لرو پرتو ښارونو خلکو دا ښار ولوټلو او د دې ښار سامانونه د شمالي افریقا تر سیویل هم ورسېدل او خلکو یې سامان په ډېر لوړ قیمت اخیستل آن تر دې چې له دیوالونو، محلونو او ماڼیو څخه قیمتي ډبرې هم غلا شوې دا ښار بیا تر ۱۹۱۱مـ پورې ورک او ګمنام وو د ۱۹۱۱ میلادي کال د یوې څیړنې او د ځمکې د کنیستلو په ترڅ کې دا ښار بیا وموند شو او په ۲۰۱۸ کې یونیسکو دا ښار په آثار قدیمه ؤ کې شامل کړو او اوس هم د دې ښار ۱۱ فیصده ښکاره شوې چې زیاتره حصه یې اوس هم پټه ده او هر کال یې زرګونه سیلانیان لیدو ته ورځي.

مراجع او ماخذونه:

د فتح بن خاقان اشبیلي کتاب
صفة جزیرة الاندلس
دولة الاسلام في الاندلس
البیان المغرب في أخبار الاندلس والمغرب
نفح الطیب د المقري التلمساني
تاریخ العرب وحضارتهم في الاندلس.
د ابن خلدون او د علامة ابوحیان له تاریخي کتابونو څخه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: