کندهار کې هره ورځ ۱۰۰زره لیټره شېدې تولیدېږي

عزم(پنجشنبه، ۲۹، لړم ۱۳۹۹): د کندهار د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د مالدارۍ سکتور په پراخېدو دی او هره ورځ په دغه ولایت کې سل زره لیټره شېدې پروسس کېږي او بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې ریاست شمېرې ښيي چې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ورځې ۱۰۰ زره لیټره شېدې تولیدېږي او بازار ته وړاندې کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د کرنې ریاست سره ۳۶۰ د لبنیاتو مرکزونه، څلور د پروسس کارخونې او ۶۳۲لوی او کوچني فارمونه ثبت دي، چې د شېدو له پروسس وروسته ترې ګڼ نور توکي هم جوړېږي.

«په کندهار کې د مېلکو د شېدو د پروسس کارخونه ډېره نوموتې ده او یاده کارخونه شېدې، مستې، شړومبې(تروې) کوچ، پیروی، شېرپیره، ایسکریم، فیرني، شیر برنج(د شېدو وریجې) او نور ډول ډول د لبنیاتو توکي تولیدوي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې ریاست هلې ځلې کوي چې په دغه ولایت کې د لبنیاتو د پروسس ټولنې، د شېدو راټولو مرکزونه او اړوند توکي ووېشي، څو په دغه ولایت کې د لبنیاتو اړتیا پوره شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په ګڼو ولایتونو کې د شېدو د پروسس کارخونې فعاله دي؛ خو لا هم د هېوادوالو اړتیا نه‌شي پوره کولی او هر کال له ایران او پاکستان څخه شېدې، مستې او نور د لبنیاتو توکي واردېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: