روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا دویمه څپه خپره شوې ده

عزم(پنجشنبه، ۲۹، لړم ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا وایروس دویمه څپه خپره شوې ده او اوس هره ورځ د کرونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر احمد جواد عثماني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د هغو پېښو له مخې چې د هېواد په لابراتوارونو کې معاینات شوي، ښيي چې په هېواد کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

نوموړي وویل، د عامې روغتیا وزارت د دویمې څپې د مخنیوي لپاره ځینې کارونه ترسره کړي دي او اوس‌مهال د هېواد په ۳۴ولایتونو کې د پلي کېدو په حال دي.

«بېړنۍ کمېتې بیاځلې فعالې شوې دي او د کرونا وایروس دوهمې څپې راتګ پر وړاندې مبارزه کوي. د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه وایروس د دوهمې څپې خپرېدو د مخنیوي په پار د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د وایروس د خپرېدو مهم عوامل دي د لېندۍ/قوس میاشتې ترپایه به وتړل شي.»

عثماني یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د کرونا وایروس پر وړاندې د ساتنې لپاره ټولې روغتیايي لارښوونې/سپارښتنې عملي کړي. ماسک دې وکاروي، په پرله‌پسې ډول دې لاسونه پرېمنځي او د ګڼه ګوڼې ډک ځایونو ته دې نه ځي.

د ده په خبره، د افغانستان سربېره په پاکستان او ایران کې هم د کرونا وایروس مخ په زیاتېدو دی او خلک باید له اړتیا پرته یادو هېوادونو ته سفر ونه کړي.

همدارنګه نوموړي خلکو ته د سپارښتنې په ډول وویل، چې د کرونا سره د مبارزې لپاره د خپل بدن مقاومت ډېر کړي او هغه خواړه دې وخوري، چې د ویټامین ډي او ویټامین سي لرونکي وي.

د روغتیا وزارت داسې مهال په هېواد کې د کرونا د دویمې څپې د خپرېدو خبره کوي، چې به تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۲۴۳ مثبتې پېښې نورې هم ثبت شوي دي، چې له یادو پېښو په ثبتېدو سره د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۳زره او ۹۲۴ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا له امله ۷تنه مړه شوي او ۱۳۵تنه له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button