ظاهر خان هم بېګ باش لیګ کې واخیستل شو

عزم(پنجشنبه، ۲۹، لړم ۱۳۹۹): د ملي لوبډلې تکړه کیڼ لاسی ورو توپ اچوونکی ظاهر خان هم د اسټرالیا په سوداګریز لیګ کې واخیستل شو.

ظاهرخان پکتین وايي، دا ځل یې د ملبورن سټارز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی. «هیله من یم، چې د بېګ باش په پړاو کې سټارز ته لوبه وکړم. ښه غښتلې لوبډله ده او زه له دې کلب څخه مننه کوم، چې ما ته یې د لوبېدو وخت راکړ. موږ به په ګډه د بریاوو پړاو ولرو.»

د ملبورن سټارز لوبډلې هم پر خپلې فېسبوک‌پاڼې خوښي څرګنده کړې، چې ظاهر خان ورسره په سږنیو لوبو کې ملګری شوی دی.

ظاهر خان له دې وړاندې په بېګ باش کې د بریزین هیټ لوبډلې سره لوبېدلی و او په اتو لوبو کې یې اته لوبغاړي سوځولي وو.

افغان چاینه مین ظاهرخان یو ځل د هندوستان په سوداګریز لیګ هم اخیستل شوی و، خو د لوبو نه مخکې ټپي شو او نه لوبېده.

له دې وړاندې په بېګ باش کې راشدخان، محمد نبي، نور احمد او مجیب الرحمن هم اخیستل شوي دي او تمه ده چې ځینې نور لوبغاړي به هم یاد لیګ ته واخیستل شي.

اوس‌مهال رحمن الله ګربز، کریم صادق، نوین الحق، افتاب علم او حضرت الله ځاځی په سرېلانکا کې دي او د لنکا په سوداګریز لیګ کې د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: