د تاريخ له پاڼو يوه پاڼه: (حضرت طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه)

که څوک غواړې چې په زمکه باندې ګرځېدونکی شهيد وويني، نو حضرت طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه ته دې وګوري. (محمد رسول الله)
حضرت طلحه رضی الله عنه د عبيدالله زوی، د قريشو له بنو تميم قبيلې څخه و. نوموړی د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه له ملګرو څخه ګڼل کېده، همدا لامل و چې د هغه (صديق) په لاس يې اېمان راووړ. حضرت طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه د مکې له سوداګرو څخه و، دی شام ته په تجارت پسې تللی و او هلته يې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د بعثت واورېدل، نو ژر ژر يې سوداګريز توکي وپلورل او مخ په مکه را رهي شو، په کور کې يې له خپلې مېرمنې وپوښتل چې زما په نه شتون کې خو به په مکه کې کومه پېښه نه وي شوې، هغې ورته وويل: د عبدالله زوی (محمد صلی الله عليه وسلم) د نبوت اعلان کړی دی، ابوبکر صديق رضی الله عنه او نورو کسانو اېمان پرې راوړی دی. نو ده هم بېړه وکړه، پر رسول الله صلی الله عليه وسلم يې اېمان راووړ او نبوي کاروان يې پياوړی او ځواکمن کړ او د همدې کاروان څلورم کارواني شو، چې د هغه کاروان د ملګرتيا له امله په ژوندينې په دنيا کې د جنت زېری پرې وشو.
حضرت طلحه رضی الله عنه هم له اېمان راوړلو وروسته د دين او اېمان په لاره کې خورا زيات کړاوونه او ربړې ولېدلې او وګالل. کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هجرت امر وشو، اصحابو کرامو رضی الله عنهم مدينې منورې ته هجرت پېل کړ ــ طلحه رضی الله عنه هم هجرت وکړ.
له هجرت څخه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ټولو غزاګانو کې شريک و، يوازې په بدر کې نه و؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دی او سعيد بن زيد رضی الله عنهما د قريشو د کاروان د څارنې لپاره استولي وو. ولې حضرت طلحه رضی الله عنه د اُحد په ورځ په هغه ستونزمن وخت کې ځان د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره سپر کړی و. خواوشا (۷۵) ټپونه يې خوړلي وو، چې له دې امله يې مبارک لاس شل شو.
لنډه دا چې حضرت طلحه رضی الله عنه له نبي عليه السلام سره د ملګرتيا ثبوت ورکړ او هر وخت به د اسلام د نشر او خپراوي لپاره هر ډول سرښندنې ته حاضر و؛ نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د طلحه الخير لقب او د جنت زېری ورکړی و، هغه ويل: که څوک غواړي په زمکه باندې ګرځېدونکی شهيد وويني، نو حضرت طلحه بن عبيدالله ته دې وګوري.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رحلته وروسته يې له لومړيو دريو خليفه ګانو سره د دين په کارونو کې هر اړخيزه مرسته کوله او کله يې هم څه سستي نه ده کړې. کله چې دريم راشد خليفه حضرت عثمان رضی الله عنه د باغيانو له لوري شهيد کړای شو. نو د حضرت زبير بن عوام او ام المؤمنين حضرت عايشې رضی الله عنها تر څنګ دی هم د خليفه د قاتلانو د قصاص کولو غوښتونکی شو او له څلورم راشد خليفه حضرت علي کرم الله وجهه څخه يې د قاتلانو د قصاص مطالبه وکړه.
هوکې! حضرت طلحه رضی الله عنه هم د مظلوم خليفه عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د قصاصولو لپاره له عايشې او زبير رضی الله عنه سره ميدان ته ووت، علي کرم الله وجهه هم راميدان ته شو؛ خو د دواړو ډلو ترمنځ سوله وشوه، چې د عبدالله بن سبا يهودي د شپې دسيسه جوړه او سوله په جګړه واوښته. په دې کې جنتي صحابي طلحه رضی الله عنه هم په پښه باندې سخت ټپي شو، وينه يې نه درېده، نو د علي رضی الله عنه د لښکر يوه تن قعقاع بن عمرو رضی الله عنه ورته وويل: ابو محمده! ته بېرته بصرې ته لاړ شه. بصرې ته روان شو، په لاره کې يې د ټپ درد ډېر سخت شو، له هغه نه همالته په لاره کې وفات او بيا هلته دفن کړای شو.
حضرت طلحه رضی الله عنه د عمار بن ياسر رضی الله عنها په اړه د نبي عليه السلام پر وړاندوينه غور کاو، جګړه يې نه خوښوله، چې په دې مهال يې زهرجن غشي ګوزار وخوړ. هو! له وفاته وړاندې يې د کوم تن په واسطه له علي کرم الله وجهه سره بيا بيعت تجديد کړ.
ليکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: