د امريکا او ملګرو وتل يې حتمي دي!

نړۍ چې دوه قطبه وه نو تر يوه حده د ځواک توله يو برابره وه، يعنې د شوروي اتحاد تر ماتېدو او شړېدو پورې د نړۍ توله نسبتاً يو شان وه. اوس سرکشه امريکا او د هغې واکمنان او چارواکي د ټولې نړۍ د بادارۍ خوبونه ويني. او د نړۍ ډېر پوهان، سياستپوهان او سياستوال د هېوادونو برخليک ورسره تړي او تړلي يې بولي. معنی دا چې د امريکا پر ولسمشريزو ټاکنو پورې د هېوادونو زوال او عروج مربوطوي.
په امريکا کې د نومبر مياشتې پر دريمه نېټه ټاکنې وشوې، پايلې ښيي چې د ډېموکراتانو نوماند جو بايډن اکثريت رأيې ګټلې او د هغه سيال جمهوري غوښتونکي کانديد (ډونالډ ټرمپ) کمې رأيې تر ګوتو کړې دي. او بايډن ګټونکی ښودل کيږي. جمهوري غوښتونکی ټرمپ خپله ماتې نه مني.
دواړه ــ ټرمپ او بايډن ــ د يوه خره دوه غوږونه دي، يو هم د مسلمانانو خير غوښتونکی نه دي، بلکې دواړه د مسلمانانو ازلي دوښمنان دي، د امريکا څارګرې ادارې هغو کسانو ته د نوماندي اجازه ورکوي چې د امريکا ګټو ته ژمن وي او اسرائيلو او د هغوی مفادو ته وفادار وي، د هغوی (يهوديانو) لپاره په هر ميدان کې مبارزه وکړي، ټرمپ د يهوديانو لپاره بيت المقدس د پلازمېنې په توګه ومانه، متحده عرب امارات او بحرين يې له صهيونستانو سره پخلا کړل، چې اوس دواړه خواوې يو بل سره سفارتي اړيکې لري، چارواکي يې د يو بل هېواد ته تګ راتګ کوي!!
اوس چې بايدن د امريکا ولسشمر شي، هغه د ټرمپ دا کړي کارونه نشي بدلولی، بلکې هغه به تاييدوي او دفاع به ترې کوي، (اکفر ملة واحدة) کفر يو ملت دی. دوی دواړه د (C.I.A) د لاوډسپېکر کار ورکوي او همداشان د يهودي ګټو مدافعين دي. بايډن ننه هغه څه کوي، کوم چې د هغه سلف ټرمپ ترسره کړي، د مسلمانانو په ځانګړي ډول د افغانانو د خير ښېګڼې لپاره هيڅ هم نه کوي. ډېرو افغان چارواکو په جو بايډن پورې هيلې تړلې چې ګوندې هغه د ټرمپ لاره (سياست) تعقيب نه کړي او له افغانستانه خپل ځواکونه و نه باسي، څو مونږ لا زيات فساد، چور چپاول ته پرېږدي؛ خو دا ټول شيان د امريکا پر څارګره اداره C I A پورې اړه لري.
د هېواد غوڅ اکثريت د بهرنيانو شتون نه غواړي، په دې باور دي چې بهرنيان دې زمونږ له هېواده خپل اشغالګر وباسي؛ ځکه دا غيرتي ملت دی، په پرديو عسکرو خپل وطن نه ساتي، پردي عسکر مونږ ته هېواد نه ساتي، بلکې زمونږ کاني زېرمې را نه چور کوي او خپل هېواد ته يې انتقالوي، خپل مردار او خوسا کلتور زمونږ په ټاټوبي کې خپروي او ترويجوي او همداشان د افغانستان له خاورې خپل مورد نظر غليمان ډاروي. امريکا دايم روسيه په داعش باندې وېروي. د هېواد په شمال کې داعشيان ور ښکاره کړي او بيا وايي، له يادې ډلې څخه روسيې ته خطر دی.
امريکا او ملګرو يې په افغانستان د طالب مجاهدينو په لاس ماتې وخوړه، ځکه يې د سولې خبرې اترې پېل کړې. او دا مذاکرات او د عسکرو وېستل پر امريکايي ټاکنو پورې اړه نه لري. د دوی خروج او وتل حتمي دي.
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button