غزل: زړه که راته و خاندې نو څه به دې شي کم

زړه که راته و خاندې نو څه به دې شي کم
ګل ګل به غوړېږې بې منته بې شبنم

موسکې دې په سترګو کې شه اوښکې د خوښۍ
دوه دې ابابیل دي لمبوه یې په زمزم

درې شینونه شات شیدې شراب دې شه نصیب
خدای دې راته وساته آشنا له جهنم

ټال دې زرغونټال شه له طوبا نه اویزان
سیوری دې پر سر اوسه د عرشِ مُعَظم

تار تار چې شمال وي او د ګل پاڼه مضراب
شرنګ یې له خوشبو سره په زیر وي او په بم

لاس په لاس چې دوه په دوه دیدار ته یو روان
ځو تر ناتمامه کیفه دواړه دم په دم

دا غزل دې لیک دی د لونګو په اوبو
پټ دې په ځونډیو کې کاروانه شه قلم
پیرمحمد کاروان _ ۲۴ عقرب ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: