د کابل سمندر ډوله سرکونه

بېګاه د کابل په کمپنۍ نومې سړک روان وم.
د سړک غاړې ته ګلدان په څنګ اوبه ډنډ ولاړې وې. پکار وه چې د سړک نشیب یې بل لوري ته ورکړی وای چې هلته د اوبو ویاله وه، خو برعکس د اوبو نشیب یې د سړک بلې غاړې ته چې هلته ګلدان وو راټولې او ډنډ ولاړې وې چې د وتو هیڅ لار نه وه.
اصل کیسه داده چی حکومتي مامور په قرارداد کې خپل کمیشن او پیسې واخیستې، قراردادي هم مقصد سړک تور او پیسې جیب ته کړې.
دلته هیڅ د مالکیت حس نه وو چې قراردادي دا فکر وکړي که حکومت فاسد او غدار دی نو دا وطن خو زما دی. پدې سړک باران، واوره او اوبه راځي نو اوبه باید نالۍ ته ولاړې شي او نالۍ هم باید له نورو لویو داسې نالیو سره په خاص نشیب او درجه ډیزاین او وصل شي چې سړک کې اوبه پاتې نشي.
همدا ډول دهن نل او ده افغانان جوړ شوي سړک کې د اوبو ویاله هیڅ آب رو نلري. چی باران شي ښاروالۍ ورته د اوبو ټانکرې بندې او ټانکرو کی یې بل ځای تخلیه او انتقالوي.
ګیله زړه ته ودري چې حکومت کې ناست لوړ رتبه غدار مامور دا فکر نه وو چې ځه معاش او قراردادي نه دې خپل کمیشن واخیست نو وخت ناوخت خو یو نظارت پکار دی. دا وطن زما دی، په همدی سړک به سبا زه، زوی مې، ناروغه مور، مېرمن روغتون، غم او ښادۍ ته روان وي.
نه! دا فکر نه وو، که وو؛ وضعیت به داسې نه وو. دلته د مالکیت حس نه وو. څوکۍ او قرارداد د پیسو په بدل کې خرڅ او واخیستل شو بیا هر یو کوښښ کړی چې وخت محدود دی نر شه چې څومره دې وس وي غلا وکړه او ځانته په دوبۍ، ترکیه او نورو هیوادونو کې ژوند جوړ کړه.
ځکه د دوی شعار دی چې “دا وطن خو هسې هم نه جوړیږي….”
دا وضعیت بدلول غواړي!
شفیع اعظم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: