اشرف غني له عمران خان سره په يوه بله خطرناکه لوبه کې

 

ليکنه – أحمد خليل
کله چې اشرف غني د ارګ په څوکۍ کښيناست، د ټولو ديپلوماتيکو اصولو په خلاف د پاکستان د پوځ مرکز (GHQ) ته ورغی او له پاکستان سره يې د ډيورنډ لاين معامله پيل کړه، ده داسې ناسم فکر کاوه چې ګواکي طالبان د پاکستان په کنټرول کې دي او کيدای شي د امتيازاتو په ورکړه پاکستان دې ته اړ کړي چې يا طالبان د ارګ د خوښې مطابق سولې ته اړ کړي او يا يې پر ضد اقدامات ترسره کړي. اشرف غني له پاکستان سره د دې خطرناکې لوبې په ترڅ کې د داعش پروژه هم د خپل ملي امنيت د مشاور ( حنيف اتمر ) په توسط ډيزاين کړه، حنيف اتمر په پاکستان کې ډير وخت تير کړی دی او له پاکستاني استخباراتو سره نيږدې اړيکې لري .
څرنګه چې طالبان يو خپلواک حرکت دی؛ نو په دوی باندې د پاکستان د کنټرول ډنډوره د لويديځ او د دوی د ملګرو د تبليغاتي ماشين له لوري يوه جوړه شوې افواه وه، پاکستان له اشرف غني څخه امتيازات ترلاسه کړل، د ډيورنډ په لاين يې د اغزن سيم تيرول پيل کړل، قبايل يې په ځان کې مدغم کړل خو اشرف غني ته هيڅ هم په لاس ورنه غلل. دغه راز د داعش پروژې هم هيواد ته نورې بدبختۍ راوړلې، د اشغال له اوږدوالي سره يې مرسته وکړه، د هيواد ډيرې سيمې يې د سختې نا امنۍ ښکار کړې، خلک يې د خپلو کورونو پريښودلو ته مجبور کړل او ډير افغانان يې په وينو کې ولمبول .
طالبانو ( چې تل يې خپلواک عمل کړی دی او په ستراتيژيک ډول د هيچا تر تاثیر لاندې نه دي ) له امريکايانو سره مذاکرات پيل کړل، د اشغال د خاتمې تړون يې ورسره لاسليک کړ او دا دی اوس بين الافغاني مذاکراتو ته د سولې له ارادې او پياوړي دريځ سره داخل شوي دي؛ خو اشرف غني او د ارګ شر غوښتونکې کړۍ اوس هم په هماغه مخکيني ناسم پوهاوي کې دي، دوی داسې فکر کوي چې که پاکستان ته ځان ورنيږدې کړي او نوي امتيازات ورکړي کيدای شي د پاکستان رضايت ترلاسه او دې ته يې وهڅوي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې د دوی د دريځ ملاتړ وکړي، په طالبانو يې فشار راوړلو ته اړ کړي او بين الافغاني مذاکرات د ارګ د ميل مطابق مخته لاړ شي .
دا لا نه ده معلومه چې دا ځل به اشرف غني عمران خان ته کوم امتيازات په نظر کې نيولې وي؟! کومې ستراتيژيکې لوړې سيمې او کوم سيندونه به ورته ډالۍ کړي؟ او څوک به پرې وپلوري؟
په کابل کې د عمران خان د هرکلي لپاره په نظر کې نيول شوي مراسم ( چې کيدای شي ) کم ساري وي د همدې موخې لپاره دي .
د شنونکو له آنده اشرف غني به په دې مکرره خطرناکه لوبه کې د عمران خان له نسبي تکتيکي لفظي ملاتړ پرته بل هيڅ هم لاسته ورنه وړي، ځکه نه پاکستان په طالبانو کوم ستراتيژيک اغيز لري او نه پاکستان په هغه اړيکو ( چې ارګ يې له هند سره لري ) او په افغانستان کې د هند په مغرضانه او مخربانه حضور په آسانه سترګې پټولای شي، متقابلاً به اشرف غني (چې د ارګ له څوکۍ پرته بل څه ورته ارزښت نه لري) ډير څه له لاسه ورکړي او ډيرې پټې داسې معاملې به ترسره کړي چې زيان به يې د افغانستان مظلوم اولس ګالي او راتلونکي نسلونه به هم د دې معاملو له شر څخه په امان نه وي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: