خوږې خبرې

۱ــ ګلاب کله هم نه وايي چې تږی یم، که چا اوبه ورکړې، ښه؛ که نه پټه خوله مري. (صبر)
۲ــ داسې زړونه هم شته که هر څو عزت ورکړې؛ بیا دې هم ښه نه بولي، خو داسې هم شته چې هر څومره یې ودردوې؛ بیا یې هم بد نه ایسېږ‎ې. (ښه او بد ملګري)
۳ــ ستا په غیاب کې تر ټولو ښه دفاع کوونکی ستا اخلاق دي. (رویه)
۴ــ هر وخت ستر پاچا یو ماشوم و چې ژړل به یې او هر وخت یوه ستره ماڼۍ یوازې د ځمکې پر سر یوازې نقشه وه. (عجز)
۵ــ دا مهمه نه ده چې ته نن څوک یې؛ مهمه دا ده چې صبا به ته څوک یې؛ څوک چې له تیر وخت نه پند وا نه خلي؛ راتلونکی به هیڅکله رحم پرې ونکړي. (شخصیت جوړونه)
۶ــ په خپل ژوند کې دوه خبرې په یاد ولره: ۱ ــ د سختۍ او غوسې پر مهال تصمیم مه نیسه ۲ ــ د پراخۍ او خوشالۍ پر مهال چا ته وعده مه ورکوه (لارښوونې او عبرتونه)
۷ــ که چا ته په یوازیتوب کې نصیحت کوې؛ نو یقیناً د نیکي نېت لري؛ خو که د خلکو له مخې نصیحت ورته کوې؛ نو په حقیقت کې یې شرموې (لارښوونه او رټل)
۸ــ پر بالښت مه ژاړه؛ ځکه ګټه نه کوي، پر جاینماز وژاړه؛ ځکه الله جل جلاله به خامخا سختۍ درباندې اسانه کړي. (اصلي معبد او څښتن لټول)
ترتیب: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button