په اسلام کې د ښځو مرتبه او درجه

د الله تعالی په نزد باندې ښځه لکه د نارينه په څېر په اجر، ثواب او فضليت کې د اېمان او نېک عمل په مقدار برخه لري. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: «انما النساء شقائق الرجال» أبو داؤد. بې شکه ښځې د نارينه وو خويندې دي، د هغو لپاره په اسلام کې د خپل حق غوښتل او يا د ظلم د دفع کولو پوره حق ورکړل شوی دی او دا ځکه چې ديني خطاب ښځينه او نارينه دواړو ته شامل دی، مګر هغه چې په هغه کې د زنانه او نارينه په منځ کې تفرقه ذکر شوې وي، خو دا ډول احکام نسبتاً نورو پورې ډېر کم دي؛ ځکه چې شريعت د ښځو او سړيو دواړو د پيدايښت د خاصيتونو او د طاقتونو ډېر لحاظ ساتلی دی. الله تعالی وايي: «الا يعلم من خلق وهو اللطيف الخبير». آيا نه پوهېږئ، هغه ذات چې پيداکول کوي او هغه باريک بين او خبردار دی. نو د ښځو لپاره ځانګړې وظيفي او د نارينه لپاره ځانګړې، نو د يو بل لپاره د بل په دندو کې هر ډول مداخلت؛ د ژوند برابرښت ته سخت زيان رسوي. زنانه ته په خپل کور کې دننه د نارينه وو په څېر امتيازات او ثوابونه ورکړل شوي دي، لکه څرنګه چې د آسما بنت يزيد په روايت کې راغلي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو صحابه وو په منځ کې ناست و او هغه راغله، ويې ويل: زما پلار او مور دې له تا ځار شي، زه د ټولو ښځو په استازولۍ تا ته راغلې يم او خپل ځان پوهوم، زما نفس دې له تا قربان شي، نشته يوه ښځه په ختيځ او لويديځ کې چې زما په راتلو علم لري او که نه هغه هم زما د نظر په شان رای لري. يقيناً ته الله تعالی په حقه نارينه او ښځينه وو ټولو ته رالېږلی يې، نو مونږ په تا او ستا په الله جل جلاله باندې اېمان راوړی او زمونږ د ښځو ټولی ستاسو په کورونو کې بنديوانې ناستې دي، ستاسو د شهوت پوره کوونکې او ستاسو د اولادونو ساتونکې دي؛ خو ستاسو نارينه ټولنه په مونږ باندې د جمعې او د جمع په لمونځونو، د رنځورانو په پوښتنه، جنازو ته تګ، د حجونو په اداء کولو او په جهاد کې د برخې اخیستلو باندې غوره شوې ده. کله چې په تاسو کې يو سړی د حج، عمرې او يا جهاد لپاره وځي، نو مونږ ستاسو د مالونو ساتنه کوو او ستاسو لپاره جامې جوړوو، د اولادونو تربيت مو کوو؛ نو آيا مونږ له تاسو سره په اجر کې شريکې نه يو، يا رسول الله!؟ راوی وايي: نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو ته مخ را واړاو او ويې ويل: «هل سمعتم مقالة امرأة قط أحسن من مسألتها في أمر دينها من هذه؟» آيا تاسو له يوې ښځې نه کله داسې خبره اورېدلې، چې د دين په اړه د دې ښځې له پوښتنې نه غوره وي؟
صحابه کرامو رضی الله عنهم ور ته وويل: زمونږ دا خيال نه و چې يوه زنانه به داسې پوښتنه کوي. نو بيا نبي عليه السلام مخ واړه او و يې ويل: ځه لاړه شه اې بي بي! او ټولې ښځې خبرې کړه چې په تاسو کې د يوې ښځې له خاوند سره ښه وخت تېرول، د هغه خوښ ساتل او له هغه سره موافقت کول؛ د دغو ټولو کارونو برابر ثواب لري. راوی وايي: هغه ښځه په داسې حالت کې بېرته لاړه چې د خوښي له امله يې د الله حمد او لويي ويله. امام بيهقي دا حديث روايت کړی.
همدارنګه يوه ورځ يوه ښځه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته راغله او ويې ويل: نارينه د الله په لار کې د جهاد کولو د فضليت په سبب له مونږه ډېر مخکې شول، آيا زمونږ لپاره يو داسې کار نشته چې مونږ پرې د مجاهدينو د دغه عمل ثواب حاصل کړو؟ نو رسول صلی الله عليه وسلم وويل: په خپل کور کې د يوې زنانه کار او خواري؛ د الله په لار کې د مجاهدينو د دغه عمل برابر ثواب لري. (البيهقي)
همداشان له يوې خپلوانې ښځې سره احسان کول ډېر لوی اجر لري. نبي عليه السلام ويلي: «من انفق علی ابنتين أو أختين أو ذواتي قرابة يحتسب النفقة عليهما حتی يکفيهما الله أو يغنيهما من فضله کانتا له ستراً من النار». څوک چې په خپلو دوه لورګانو او يا په خويندو او يا په نورو خپلوانو ښځو باندې صدقه وکړي او په هغو باندې د صدقې کولو ثواب طلب کړي، تر هغه چې الله جل جلاله ورته کافي شي او يا يې په خپل فضل باندې مالداره کړي، نو هغه به ورته د جهنم له اوره سپر او پرده وګرځوي. (امام احمد او طبراني).
ژباړه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button