سږ کال په هرات کې ۲۰ ټنه زعفران تولیدیږي

سږ کال په هرات کې ۲۰ ټنه زعفران تولیدیږ
عزم (پنجشنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۹): د هرات د کرنې ریاست مسؤلین وایي: سږ کال به په دغه ولایت کې ۲۰ ټنه زعفران تولید شي.
دوی وایي: تمه ده چې له نورو کلونو زیات حاصلات راټول کړو او د تولیداتو بازار هم ورسره ښه شي.
د هرات د کرنې ریاست سرپرست بشیر احمد احمدي رسنیو ته وویل: « د کرنې ادارې وړاندوینې ښيي چې هرات کې به د روان میلادي کال په لړ کې ۲۰ ټنه زعفران تولید شي».
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د هرات له ۷۰۰ هکتاره ځمکې ۱۷ ټنه زعفران ترلاسه شوي وو.
باید وویل شي چې د افغانستان زیاته برخه زعفران په هرات کې تولیدیږي، چې نړیوال ښه بازار او د غوره کیفیت ښې نومرې له ځانه سره لري.
بل لور ته د هرات د کرنې ریاست سرپرست وایي: «سږ کال په زنده ‌جان، غوریان، پشتون زرغون، انجیل او ګذرې ولسوالیو کې هم زعفران وکرل شوي، چې زرګونه کورنۍ یې په روزنې بوختې دي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: