سږ کال په نړۍ کې تر ټولو زیات خرڅ شوي ځیرک موبایلونه د کوم شرکت دي؟

عزم (پنجشنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۹): سامسنګ او هواوي د نړۍ هغه دوه ستر شرکتونه دي، چې موبایلونه یې تر نورو شرکتونو زیات پلورل شوي؛ خو ښایي خبر نه یاست، چې د نړۍ تر ټولو زیات خرڅ شوي ځیرک موبایلونه کوم دي؟
ښایي باور مو و نه شي؛ مګر سږ کال له جولايي تر اکتوبر پورې په ټوله نړۍ کې ۲ ډوله ځیرک موبایلونه زیات خرڅ شوي، چې یو هم د سامسنګ او یا هواوي شرکت نه دي.
د ځيرک موبایلونو د بازار د احوال نشرونکی کینالز ویبسایټ په یو راپور کې ویلي، چې سږ کال د نړۍ زیات پلورل شوي لومړني دوه موبایلونه د ایپل شرکت دي؛ خو په لسو ډېرو خرڅ شویو ځیرکو موبایلونو کې بیا ۵ د سامسنګ او ۳ نور د شیاومي شرکت دي او د هواوي کوم موبایل نشته.
د راپور پر اساس: په تېرو ۱۰ میاشتو کې ایفون ۱۱ هغه موبایل دی چې د نړۍ له نورو موبایلونو زیات په بازار کې پلورل شوی.
له جولايي میاشتې تر ستمبر پورې ایپل کمپنۍ یو کروړ او ۶۰ لکه ایفون ۱۱ موبایلونه خرڅ کړي دی.
په دوهم نمبر کې ایفون اېس اې ۲۰۲۰ دی، چې شاوخوا یو کروړ خلکو اخیستی دی.
که څه هم ایفون اېس اې د ایپل شرکت تر ټولو ارازنه موبایلونو کې شمېرل کیږي؛ خو بیا هم د تیر «۲۰۱۹» کال ایفون ۱۱ تر ټولو زیات پلورل شوی، چې د روان کال تر وروستۍ ربع پورې یې د ایپل شرکت د ټولو پلورل شویو موبایلونو ۴۰ سلنه جوړوله.
له ایفون ۱۱ او اېس اې وروسته د سامسنګ شرکت ګیلکسي اې ۲۱، ګیلکسي اې ۱۱ او ګیلکسې اې ۵۱ هغه موبایلونه دي چې په ترتیب سره زیات خرڅ شوي دی.
له دې وروسته د شیاومي شرکت ریډ مي نوټ ۱۰/۹ اېکس او ریډ مي ۹ هغه موبایلونه دي چې زیات اخیستونکي یې درلودل.
ګیلکسي اې ۳۱، ریډ مي ۹ اې او ګیلکسي اې ۰۱ بیا په ۸، ۹ او ۱۰ نمبر سره تر نورو زیات اخیستل شوي موبایلونه دي.
په ورته وخت کې کینالز ویبسایټ لیکي: سامسنګ یو ځل بیا د موبایلونو د پلورلو په برخه کې د نړۍ لومړنی شرکت دی.
له دې وړاندې دغه مقام د چین له هواوي شرکت سره و.
یاد ویباسیټ د ځیرک موبایلونو د خرڅلاو په برخه کې له سامسنګ وروسته هواوي، شیاومي او ایپل شرکتونه یو بل پسې بللي دي؛ خو سره له دې وایي، چې: سږ کال د نورو کلونو په نسبت د ځیرکو موبایلونو په بازار کې تنزلي لیدل کېده، چې لامل یې کرونا ګڼل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: