د جنیوا غونډه او په اداري فساد ککړ افغانستان!

خط اول:
ټاکل شوې د روانې نومبر میاشتې په ۲۳ مه او ۲۴مه په جنیوا کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړه شي. افغان حکومت لا له وړاندې دې کنفرانس د چمتووالي خبره کوي او تمه لري چې نړیوال به یو ځل بیا له افغانستان سره پراخه مرستې وکړي. له دې کنفرانس وړاندې هم گڼو مرسته کوونکو هېوادونو افغان حکومت ته خبردادری ورکړی و، چې نور د پخوا په شان مرستې نه‌شته؛ ځکه حکومت په اداري فساد کې تر ستوني غرق دی او هر کال د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې ځای نیسي. لا هم معلومه نه ده چې د امریکايي یرغل له پیله تر ننه له افغان حکومت سره څومره مرستې شوي، څومره لگېدلي او څومره د چارواکو او مرسته کوونکو ترمنځ وېشل شوي دي؟ امریکا ادعا کوي چې په تېرو ۱۹کلونو کې یې له افغان حکومت سره دوه ترېلیون ډالرو مرسته کړې. اروپايي ټولنه، نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک، هندوستان، ایران، چین، جاپان، اسټرالیا، ایران، پاکستان، روسیه او گڼ نور هېوادونه هم ادعا کوي، چې له افغان حکومت سره یې پراخه مرستې کړي. دا چې د بهرنیانو مرستې څومره پر ځای لگېدلي دا ټولو ته معلومه ده. په هېواد کې یوازې ځینې لویې لارې د لنډمهال لپاره جوړې شوي او هغه هم بېرته د ټیټ کیفیت له امله ویجاړې شوي دي. نور نه په هېواد کې د برېښنا اړتیا پوره شوې، نه د سیمې په کچه کوم پوهنتون جوړ شوی، نه روغتونونه جوړ شوي، نه خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شوې، بلکې د فقر کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، د عادي ناروغیو درملنې لپاره هم خلک گاونډیو هېوادونو ته ځي او په پوهنتونونو کې لا هم د ظاهرشاه او داوودخان د وخت کتابونه تدریسېږي.
د ارگ برېښنا هم وارداتي ده او په هېواد کې د پراخه اوبو سربېره بیا هم د نیمايي افغانستان برېښنا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان واردېږي. افغان حکومت هر کال یادو هېوادونو ته ۲۵۰ مېلیونه د برېښنا د لگښت پیسې ورکوي. په ۲۵۰مېلیونه ډالرو هر کال په هېواد کې پنځه برېښناکوټونه جوړېږي او افغانستان د اوږدې مودې لپاره د بهرنیانو له احتیاجه خلاصېږي او هم له کورنیو سرچینو سمه گټه اخیستل کېږي. که چېرته یوازې د کونړ په اوبو برېښناکوټونه جوړ شي، نو د ټول افغانستان اړتیا پوره کوي. د کونړ سربېره د نورو سیندونو اوبه هم گاونډیو هېوادونو ته وړیا روانې دي او دلته ترې سمه گټه نه اخیستل کېږي.
د امریکا او نړیوالې ټولنې له اوله نه غوښتل چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، بلکې د گاونډیو هېوادونو په مشوره یې همدا موخه وه، چې افغانستان د تل لپاره د نورو په مرستو متکي وي. د همدې له امله تراوسه په افغانستان کې هېڅ داسې بنسټیزه پروژه پلي نه شوه، چې یوازې شل کاله وروسته هم افغانان ترې گټه واخلي. یرغلگرو هغه پوځي اډې هم ړنگې کړې، چې دوی ځانونو ته جوړې کړې وې او د خاورو او شگو بوجۍ یې هم تشې کړې او پاتې شوني یې وسوځول.
ارگ د «د لړم په ۲۲مه» له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ او د دغه کمېسیون د مشرۍ چارې د امرالله صالح پر غاړه کړې. د ارگ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو: حکومت له اداري فساد سره د مبارزې ژمنتیا لري او له مرسته کوونکو سره هم خبرې روانې دي، چې د فساد سره د مبارزې د ښه اغېزمنتیا لپاره باید شته خنډونه لرې شي. همدارنگه له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ته به ټول واکونه هم ولېږدول شي او دا کمېسیون به ولس، ولسي جرگې او حکومت ته د خپلو کړنو ځواب ورکوي.
د روڼتیا څار بنسټ د تېرې سې‌شنبې په ورځ د ارگ له لوري له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون سیاسي یاد کړ. د دې ټولنې غړو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: حکومت د قانون په ماتولو سره د فساد پر وړاندې د مبارزې سیاسي کمېسیون جوړ کړی، چې د جوړښت له لحاظه کمزوری دی او هم د دغه کمېسیون په جوړولو سره حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون هم تر پښو لاندې کړی.
د دغه بنسټ اجراییوي مشر سید اکرام افضلي ویلي، چې حکومت د دې کمېسیون پر جوړولو شپږ کاله وخت تېر کړی دی. مدني بنسټونو په دومره وخت کې حکومت پرېنښود چې د خپلواک کمېسیون پرځای، سیاسی کمېسیون جوړ کړي. د گمارنې له پروسې څخه د مدني بنسټونو په بهر کولو سره، حکومت دا کمېسیون په غیرقانوني توگه جوړ کړی. د فساد پر وړاندې د مبارزې د سیاسي کمېسیون شتون، له نشتون څخه خطرناک دی، ځکه سیاسي رهبري کولای شي چې د شخصي او سیاسي گټو په پار ورڅخه ناسمه گټه واخلي.
که رښتیا شي ارگ په رښتیا د پړانگ او ټانگ ترمنځ ایسار شوی. له یوې خوا پرې نړیوال خپلې مرستې دروي، له بل لوري حکومت په اداري فساد کې تر ستوني غرق دی او حتا ارگ هم په دې قانع دی، چې په هېواد کې د فقر کچه ورځ تر بلې زیاتېږي او مسوولین هم همدغه حکومت دی. فکر نه کوم چې په راتلونکي نړیوال کنفرانس کې به له افغانستان سره د تېر په څېر ډېرې مرستې وشي. که د مرستو اعلان هم وشي، نو دومره به نه وي چې د دې حکومت اربې پرې وچلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: