د هالنډ مشهوره ښځینه باکسره روبي جیسیا مسلمانه شوه

عزم (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹): د «دي ټاېسن لیډي» په نوم مشهوره هالنډۍ باکسره په اسلام مشرفه شوه او په رسمي توګه یې اسلام قبول کړ.
د ګلوبل ویلېج د راپور پر اساس: «د کک باکسنګ مشهوره څېره روبي جیسیا له ډير وخت راهیسې د اسلام په مطالعې بوخته وه».
راپور زیاتوي: له مسیحیت سره تړاو لرونکې روبي تېره ورځ د هالنډ په یو جومات کې د نورو مسلمانو وګړیو او خطیب ترمخه د شهادت کلمه وویله.
ترکي نیوز بیا د روبي جیسیا د مسلمانېدلو یوه ویډیو نشره کړې، چې پکې لیدل کیږي: هغه له شهادت کلمې ویلو وروسته ځینې مهم اسناد هم لاسلیک کړل او په ژړا شوه.
په ورته وخت کې روبي جیسیا په خپلو رسمي انسټاګرام او ټوېټر اکاونټونو په حجاب کې انځورونه نشر کړي او د اسلام راوړلو خبر یې ورکړی.
نوموړې لیکلي: « ډېر ښه احساس کوي او زیاته خوشحاله ده».
د روبي جیسیا د اسلام قبلولو له خبر وروسته ګڼو کسانو او ورزشکارانو هغې ته مبارکي ورکړې او ډول ډول دعاګانې، نیکې هیلې او لارښوونې یې ورسره شریکې کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button