معصوم ستانکزی په عاجله توګه کابل ته رابلل شوی

عزم(جمعه، ۳۰، لړم ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې راپورونه وایي، طالبان او د کابل ټیم د طرزالعمل په هکله نهایي توافق ته رسیدلي او د دوحې تړون د مذاکراتو د اصل په توګه منل شوی، تازه راپورونه وایي چې د کابل د مذاکراتي ټیم مشر “معصوم ستانکزی” په عاجله توګه کابل ته بلل شوی دی.
سرچینې وایي، ستانکزی تیره ورځ غرمه مهال له دوحې نه را روان شوی او د تګ پرمهال یې له طالبانو سره ژمنه کړې، چې د دوحې له منل شوي تړون څخه نه تیریږي.

پژواک هم د خپلو منابعو په حواله ویلي چې ښاغلی ستانکزی دا مهال کابل کې دی او په ارګ کې له چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.
لا معلومه نه ده چې نوموړی به کابل ته د څه لپاره غوښتل شوی وي، خو د کابل حکومت د چارو ځینې شنونکي اندیښمن دي چې هسې نه، نوموړي ته د مذاکراتو د ځنډ لپاره کومه بله سوژه په لاس ورنه کړل شي، ترڅو په سیستماتیکه توګه مذاکرات ځنډني او د اشرف غني د ۵کلنې دورې د واک د تضمین هڅه په کې وکړي.

د کابل پوهنتون استاد او د مسیر ورځپاڼې مشر اسد وحیدي وایي، افغان پلاوي آن د تیرې یک شنبې پر ورځ د دوحې تړون منلی او په وینا یې چې تیره شپه ټول وروستي اختلافات حل شوي دي« د يک‌شنبې په ورځ د حکومت د مذاکراتي ټيم غړي په دوحه کې د طالبانو په يوه کور کې مېلمانه شول او دواړو لورو پر طرزالعمل عمل او اصولو توافق وکړ. تېره شپه ناوخته وروستي ټول اختلافات حل شول او رسمي اعلان به هم وشي. د‌ دوحې هوکړه د بين الافغاني خبرو لپاره د اساس په توګه منل شوې ده.»
د کابل نیوز خبریال جیلاني ځواک پر خپله فسبوک پاڼه لیکي،« د سولې د وزارت معېنې را ته ازبکستان کې و ويل چې د دوحې تړون دمذاکراتو د اصل په توګه منل فاجعه او د هر څه د بايللو په مانا ده»
نوموړی په پوښتونکې بڼه وایي چې «که رښتيا هم همداسې وي نو ولې يي اوس ومانه او که داسې نه وي نو ولې يي تر اوسه نه منل»
ځواک زیاتوي، ښکارې حکومت قسم خوړلى چې مني به هر څه خو له ډيرې خرابۍ وروسته

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: