مجاهد: له نړیوالو حقوقي ادارو غواړو، افغانستان کې د ټولو اشغالګرو جنایاتو وڅیړي

عزم(جمعه، ۳۰، لړم ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د استرالیا د دفاع وزیر ومنله چې ځواکونو یې افغانستان کې پراخ جنګي جنایات ترسره کړي او ګڼ شمیر بې ګناه افغانان یې له کوم جرم پرته وژلي، په غبرګون کې یې طالبانو د استرالیا لخوا دغه جنایات غندلي او دا یې پر افغانانو د بهرنیو عسکرو د جنایاتو “یوه کوچنۍ بیلګه” بللې ده«د افغانانو په وژنه د استرالیا اعتراف په شلو کلونو کې په افغانستان کې د اشغالګرو د جنګي جنایاتو کوچنۍ بیلګه ده.موږ دا جنایات غندو»
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له نړیوالو حقوقي ادارو څخه غوښتي چې افغانستان کې د ټولو “اشغالګرو ځواکونو” د جنایاتو پلټنه او عاملینو ته سزا ورکړي.
نوموړي دغه راز غوښتنه کړې چې باید د یادو جنایاتو متضررینو ته د ځاني او مالي زیان تاوان هم ورکړل شي.

د افغانستان د بشر حقونو هم د استرالیایي ځواکونو دا کړنې غندلې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تاوان ورکولو غوښتنه کړې، خو د کابل حکومت چې له یادو ځواکونو سره یې منسوبینو د ساتونکو، ژباړنو او ملګرو په توګه دنده ترسره کوله، لا یې په دې هکله خپله چوپتیا نه ده ماته کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button