آذربایجاني پوځیان تر ۲۷کلونو وروسته د “اغدام” ښار ته ننوتل

عزم(جمعه، ۳۰، لړم ۱۳۹۹): د آذربایجان او آرمنستان تر منځ له سختو جګړو وروسته چې په تعقیب یې د روسیې په منځګړتوب د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې تړون وشو؛ تازه د آذربایجان هیواد پوځیان د “اغدام” سیمې ته ننوتلي دي.
دغه ښار ۲۷کاله وړاندې آرمني ځواکونو لاندې کړ او شاوخوا ۲۰۰زره آذربایجاني وګړي یې د کورونو پریښوودلو ته اړ ایستل.

د آذري وګړو هغه ودانۍ چې د آرمنستان ځواکونو نړولې وې، لا هم نیمه ویجاړې پاتې دي
آرمنستان او آذربایجان تر یوې میاشتې زیاتې خونړۍ جګړې وکړې چې دواړو لوریو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته، خو آذربایجان وکړای شول چې د ترکیې په همکاري، خپلې له لاس وتلې سیمې بیرته راخپلې کړي.
له دې سره ویل کیږي چې د آرمنستان د دفاع وزیر هم استعفا ورکړې او پر ځای یې د لومړي وزیر سلاکار ټاکل شوی دی.

که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ اعلان شوی اوربند درې ځله مات شو، خو وروستی ځل چې د آذربایجان د ولسمشر الهام علیوف، د آرمنستان د لومړي وزیر
«نیکول پاشینیان» او د روسیې ولسمشر پوتین لخوا په یوه ګډه اعلامیه د اوربند پر دوام ټینګار وشو، لا هم نه دی مات شوی.
آرمنستان تعاهد کړی چې د نومبر پر۱۶مه له کلبجر ، ۲۰مه نیټه له اغدام او د ډسمبرپر لومړۍ نیټه به له لاچین سیمې وځي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: