د طالبانو د عالي تحصیلاتو ادارې ښوونیزو مراکزو ته ځانګړې سپارښتنه کړې

عزم(جمعه، ۳۰، لړم ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د کابل پر پوهنتون او کوثر ښوونیز مرکز د داعش تر نامه لاندې مرموزو کړیو خونړي بریدونه ترسره کړل او په تعقیب یې د ملي امنیت ادارې ښوونیزو مراکزو ته د نورو احتمالي بریدونو خبرداری ورکړ؛ تازه د طالبانو د عالي تحصیلاتو ادارې په یوه اعلامیه کې ښوونیزو مراکزو ته ځانګړې سپارښتنه کړې ده.

اعلامیه وایي، «د سولې د احتمالي څرک له لږېدلو سره دښمن خپلې ګټې په خطر کې ویني، په راتلونکي کې ښايي دښمن تر دې لازیات ناوړه وژونکي او ورانوونکي جرایم پلان او تر سره کړي.»

اعلامیه زیاتوي، د دې لپاره چې د طالبانو په وړاندې د خلکو ذهنیت خراب شي، نو په وینا یې چې «بدنام او جنايتکار دښمن د ديني او عصري علومو مراکزو او علمي شخصيتونو ته لومړی د خطر خبرداری (اخطار) ورکوي او وروسته ناوړه او وژونکي بريدونه ورباندې ترسره کوي او نسبت یې هم د اسلامي امارت مجاهدينو ته کوي، تر څو د اولس نظر بلې خواته واړوي.»

د طالبانو د عالي تحصيلاتو ادارې د ټولو تحصيلي مراکزو رئيسانو، استاذانو او نوروعلمي شخصیتونو ته اطمینان ورکړی، چې دوی”د اسلامي امارت مجاهدين” هېڅ کله دا ډول ناوړه بريدونه نه کوي، نه یې کړي او په خبره یې چې « دې ته هم پوره تیاری لري، ترڅو د دا ډول کرغېړنو بريدونود مخنیوي لپاره له علمي مراکزو او علمي اشخاصو سره ګډ کار وکړي.»

طالبانو د ټولو تعلیمي ادارو منسوبینو ته سپارښتنه کړې چې د ضرورت په وخت کې ورسره په لاندې شمیرو او لارو رابطه وکړئ.

موبایل شمېره:  708974086 (0) 0093
وټساپ شمېره:  771940002(0) 0093
اېمل آدرس:highereducation.iea@gmail.com

د یادونې وړ ده چې د کابل پر پوهنتون تر برید وروسته د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا وکړه چې ګواکې دا برید طالبانو ترسره کړی او د شپې له لوري د پوهنتون پر دیوالونو سوله ضد شعارونه نصب شول.
د کابل پوهنتون استادان او عیني شاهدان وایي چې پوهنتون ته بریدګر په زرهي موټرو کې په داسې حال کې راوړل شوي وه، چې وار له مخه ورته ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وه.
د شنونکو په آند، د بریدګرو د جسدونو نادرکه کېدل هم دا ادعا ثابتوي چې برید کې د لوړې کچې استخباراتي کړۍ ښکیلې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: