شهید وحید مژده، یو مخفي خو مخلص مجاهد

زخمي افغان:
۲۰۱۰ میلادي کال و،اوباما د خپلې جنګي ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د خپلو اشغالګرو عسکرو شمیر یو لک او دیرش زرو ته رسولی و. پر کابل نه یوازې د اشغالګرو، غربي جاسوسانو، ترجمانانو، قرادادیانو او ډالري پکیجونو سیلاب رامات و، بلکې په هیواد کې روانه د حق او باطل جګړه هم تر ټولو ګرم او پریکنده پړاو ته داخله شوې وه. دغه وخت ما تازه د اسلامي امارت په فرهنګي کمیسیون کې خدمت پیل کړی و، چې ډير وخت به د فرهنګي کمیسیون له مرستیال مرحوم سید محمد حقاني صاحب سره یو ځای وم.
مرحوم حقاني صاحب یو فعال او مبتکر شخصیت و. تقریبا د جهادي صف له ټولو کمیسیونونو او مهمو اشخاصو سره یې ژوندۍ اړیکې درلودې، له فرهنګي کارونو علاوه یې په نظامي او سیاسي چارو هم ژور پام ساته. حقاني صاحب به کله ناکله له یو چا سره په اوږده او خواږه ټيلفوني بانډار بوخت و. ویل یې چې د امارت د واکمنۍ د وخت یو ملګری (وحید مژده) دی. وحید مژده صاحب د بیلابیلو امورو په اړه له حقاني صاحب سره خپلې مشورې او نظریات شریکول او له خبرو یې معلومیده چې غواړي په دې ډول د اشغال ضد جهاد کې خپله برخه مسؤلیت رفع کړي.
د وحید مژده صاحب دې زړور فعالیت ډیر حیران کړی وم، ځکه نوموړي پرته له ډار او احتیاط څخه د کابل له منځه له جهادي صف سره اړیکې پاللې، چې دا کار ورته د سر په بیه تمامیدای شوای. وروسته راته د فرهنګي کمیسیون یو بل مشر ملګري وویل چې د مژده صاحب په فطرت او طبیعت کې اسلامي او جهادي جذبه پرته ده. نوموړي حتی د اشغال د پیل په ۲۰۰۴ م کال کې د مجاهدینو له یوې مجلې ( عزم) سره قلمي همکاري درلوده او په مستعار نوم یې ورته لیکنې رالیږلې.
د کابل ادارې استخبارات چې د وحید مژده فعالیت یې څاره یو ځل یې د نوموړي د ویرولو په خاطر د هغه ځینې تیلفوني مکالمې افشاء کړې، دې کار که څه هم مژده صاحب د خپل فعالیت د ډول بدلون ته اړ کړ خو هیڅکله هغه له مبارزې لاس وانخیست. یو وخت د دموکراسۍ مفتي سیاف د مژده صاحب په ادرس سختې خبرې وکړې او هغه ته یې ګواښ وکړ چې باید له خپل اشغال ضد فعالیت څخه لاس واخلي. خو مژده صاحب د دې په ځای چې ځان ناګاره واچوي، د سیاف په ادرس یې یوه خورا تونده لیکنه وکړه چې عنوان یې وه( سیاف از کدام درد مې نالد) مژده صاحب په دې لیکنه کې سیاف ته داسې حساب ورپوره کړی و چې ښایي تر اوسه به یې د خولې خوند نه وي برابر شوی. مژده صاحب د ( تذکرة الاشقیاء) کتاب په حواله لیکلي وو چې سیاف اصلا د هندوانو له نسله دی چې نیکه یې (چندل بای) نومیده او ډير وروسته یې اسلام قبول کړی دی. په هر حال
مژده صاحب د اشغال، دموکراتیک اختناق، ډالریز باران، مادیت پرستۍ، بیلابیلو تعصباتو او یو عالم فتنو په منځ کې خپل دیني او ایماني موقف ته ژمن او د مبارزې په لار هسکه غاړه روان و. هغه وخت چې ډیر شمیر خلکو د عصر د دجال په مرداریو ( ډالرو) ټونګې وهلې او د ډالري حق الزحمو د موندلو لپاره یې خپل ټول اصالت، ایمان، وجدان او افغانیت هیر کړی و، مؤمن او میړنی مژده کاملا په بله خوا روان و. هغه له حالاتو سره ډګرې وهلې او په یوازې سره یې په اشغال ځپلي کابل کې د مبارزې بیرغ هسک کړی و.
زما په یاد دي کله چې په ۲۰۱۳م کال کې له امریکا سره د امنیتي تړون د امضاء موضوع ګرمه وه او ډیرو خلکو د امریکایي غلامۍ زنارونه په غاړه کړي وو. وحید مژده یو له هغو ګوتشمیر کابل میشتو څخه و چې په پوره میړانه د وطن پلورۍ د دې قرارداد په وړاندې ودرېد. د مژده صاحب بل ملګری حاجي فرید و. هغه مهال ما په دې اړه یوه لیکنه کړې وه چې دلته یې یو پارګراف رانقلوم.
(که د مکناټن بچوڼي رامیدان ته شوي نو د غازي اکبر ځای هم تش نه دی ، هوکې بازخانه نه بې بازه کیږي ، که له یوې خوا د شاشجاع ، یعقوب خان ،ببرک کارمل او حامدکرزي غلام صفته لښکریان د وطن د خرڅلاو شرمناکې معاملې ته را وړاندې شوي ، له بلې خوا د شمال د غازي میرمسجدي خان او د تګاب د میاصاحب ارواګانې هم خاموشه نه دي . . . هوکې ، موږ وینو چې د تګاب (فرید) او د بغلان( وحید)د وطن ، اولس او استقلال په لیونۍ مینه د پت او غیرت میدان ته وړاندې شوي او له درست کابل میشتي کفر سره یې ډغره پیل کړې ده .
دا کومه مفته کیسه نه ده ، چې د کابل ټول غلام چارواکي ، ډالري مطبوعات ، بې ضمیره سیاستوال او اخیستل شوي صاحب نظران په یوه خوا زور وهي ، خو په مقابل کې یې حاجي فرید او وحید مژده د ثابتو غرونو په څير ولاړ دي .
دا دفرعوني حاکمانو په وړاندې دکلمة الحق داظهار مبارزه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې اعظم جهاد بولي ، دایمان زور او فولادي عزم غواړي ، هغه ایمان او عزم چې فرید او وحید یې په تیرو څو ورځو کې نغد ثبوت وړاندې کړی دی )
مژده صاحب وروسته له نورو اسلامپالو او د دین او وطن په ننګ ویاړلو ملګرو سره یو ځای د خارجي ځواکونو سره د مخالفت یوه شورا هم جوړه کړه. نوموړي په ډير قوي استدلال روان اشغال نقداوه او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې د جهادي مبارزې ننګه کوله.
تر دې چې دامریکایي فرعونیت په وړاندې د مبارزې د ډګر دغه مخفي خو مخلص مجاهد تېر کال د نومبر په شلم ماښام هغه وخت د کفري شبکو لخوا په شهادت ورسول شو چې د ماښام له لمانځه وروسته له مسجد څخه د کور پر خوا روان و.
نن چې د شهید وحید مژده لومړنۍ تلین دی. باید چې د نوموړي روح ته دعاء ګانې وکړو او په دې ډول له هغه وفادار مجاهد سره د وفا ثبوت وړاندې کړو.
شهید مژده الله تعالی دې شهادت او قرباني قبوله کړه، الله تعالی دې ټول هغه تکالیف او مشقات درته قبول کړي چې له اسلام سره د وفا په لار کې تیر کړي دي. شهادت دې مبارک او لاره دې له لارویانو ډکه اوسه. آمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button