د شهید مژده د شهادت د لومړۍ کلیزې په پلمه

عبدالرحیم ثاقب

تيركال په همدې ورځ (۲۰/ نومبر) شهید مژده ماښام لمانځه ته د تللو په لاره کې د مخپټو موټرسایکل سپرو لخوا تر برید لاندې راغی او روغتون ته په رسیدو کې یې خپله روح د هغې حقیقي مالک ته په مظلومیت سره وسپارله.

که څه هم د شهید مژده د قاتلانو مخونه پټ خو د هغوی تورهویت او د هغوي د وحشیانه اقدام لامل یې له هیچا هم پټ نه دی.

ځکه شهید مژده د هیواد د ژورنالیستیکي قشر په منځ کې یو داسي څوک و چې دوست او دښمن یې په خوش اخلاقي او ښه تعامل اعتراف درلود.
هغه څه چې د شهید مژده د قاتلانو لپاره د زغم وړ نه وو هغه د اشغال خلاف د ده قاطع دریځ او د اشغالګرو خلاف یې رسا لیکنې او څرګندونې وي چې په هرفرصت کې یې د یوه دیني او ملي مسؤلیت په توګه تر سره کولې.

نوموړی د افغاني تحلیلګرانو په منځ کې يو داسې منصف او په عین حال کې بي پروا محلل و چې ليكنې او شننې یې له هرډول مبالغې ، پلويتوب ، تنظیمي، قومي او ژبني تعصب څخه پاکې وي .
نوموړى د شوروي اشغال په مهال هم په فرهنګي او ژورنالیستکي چاروکې فعال او د هغه مهال په نشراتو کې یې ګڼ شمیر لیکنې او حماسه يي شعرونه خپاره شوي.

په ۱۹۹۶م کې چې کله کابل د طالبانو تر ولکې لاندې راغی شهید مژده د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي مدیریت مسؤل و ، هغه مهال یې هم د طالبانو او یو شمیر نورو هغو رسنیو سره چې په پیښور کې فعالیت درلود قلمي مرسته کوله او د هیواد د سیاسي جریاناتو په اړه یې ليكنې او سیاسي تحلیلات خپرول.

سره له دې چې وحید مژده په قومي لحاظ تاجک او په تنظیمي لحاظ د هغه تنظیم غړی و چې طالبان ورسره عملا په مقابله لګیاول ، مګر د خپلې ژورنالیستیکې وړتیا له مخې یې د طالب مشرانو په منځ کې خاص ځای پیداکړ ، هماغه و چې د ده لیکنې به د طالبانو په رسمي نشراتي ارګان (شریعت او نیزه) کې په خاص اهتمام خپریدې ، او د ځینو اهمو پیښو په اړه به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي اعلامیې هم د ده په قلم لیکل کیدلې.

نه یواځې دا چې طالب مشرانو د هغه فرهنګي او ژورنالیستیکي هڅوته د قدر په سترګه کتل ، بلکې نوموړی به یې په ځینو مهمو دیپلوماتیکو سفرونوکې هم د رسمي هیــأتونو د غړي په توګه له ځان سره ملګری کاوه او د ده له دیپلو ماتیکو تجربو څخه به یې استفاده کوله.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته شهيد مژده په کابل کې پاتې شو ، خو پر کابل د شمالې ټلوالې د واکمنۍ په لومړیو كې له خپلې دندې ګوښه او په شخصي کارونو مصروف شو.

• د شهيد مژده مسلکي مهارت او ژمنتوب:
دا چې شهيد مژده د هیواد د دریو لسیزو تودو سیاسي حوادثو په منځ کې پاتې شوی نو هرو مرو یې د يادو حوادثو په اړه معلومات ، تحلیل او تجربه هم پخه وه.

لکه مخکې چې مو و ویل نوموړي ته د هر سیاسي جریان د واکمنۍ په مهال تر تنظیمي او شخصي ارجحیتونو , ژورنالیستیکي او مسلکي مصالح مقدم وو ، او همدا لامل و چې شهید مژده له كمونستانو پرته د نورو سياسي جریانونو ترڅنګ د دې لپاره پاتې شو څو وکړای شي د هیواد د سیاسي پیښوپه اړه ډیر معلومات را ټول او بیا يې د خپلو لیکنو او بي پري تحلیلونو له لارې له خپلو هیواد والو سره شریک کړي.

زما او د شهید مژده پیژندګلوي په مکتب الخدمات کې د نوموړي د کار کولو له وخته شته وه خو پر کابل د طالبانو تر واکمني وروسته کله چې زه د شریعت اوونیزې مسؤل چلوونکی وم له نوموړي سره مي کاري اړیکې لا نيږدي شوې.

ځکه په شریعت اوونیزې کې تر ټولو مهمې لیکنې د شهید مژده په قلم لیکل کیدې کومې چې د محتوی او ژورنالیستیکي مصداقیت له مخې هرچاته جالبې وي.

نوموړي دا لیکنې د کوم مادي امتیاز ترلاسه کولو په غرض نه ؛ بلکې د هیواد د عيني واقعیتونو په حیث منعکسې او د تاریخ حافظې ته سپارلې.

• له طالبانو سره د شهيد مژده د اړیکو ضرورت:
د امریکایانو لخوا د طالبانو د واکمني تر ړنګیدو وروسته هم شهيد مژده له هغوئ سره خپل ژورنالیستیکي راوبط جاري وساتل او نوموړي د یواځينی منصف لیکوال او شنونکي په حیث د طالبانو په اړه کورنیو او بهرنیو رسنیوته موثق او بي پري معلومات ورکول.

نوموړي د طالبانو د واکمني تر ړنګیدو وروسته د هغوئ په اړه د (افغانستان وسلطه پنج ساله طالبان ) ترعنوان لاندې يو کتابګوټی ولیکو چې د هغه له امله په مطبوعاتي ډګر کې نور هم مشهور او د نړۍ ډیرو ژورنالیستانو او رسنیو ورته د طالبانو د چارو د یواځیني باخبره محلل او لیکوال په حيث مراجعه كوله.

(افغانستان و سلطه پنج ساله طالبان) کتابګوټی په داسې مهال کې چاپ شو چې امریکایانو په تبلیغاتي لحاظ بي مهاره کمپاین پیل کړی او په سلګونو رسنۍ یې ورکې ګمارلې وې.
خو شهید مژده په یاد کتاب کې خپل هغه د سترګو لیدلي واقعیتونه کوم چې د طالبانو په واکمني کې یې د امن د ټینګښت او انارشي له منځه وړلو په اړه لیدلي وو په تفصیل ځای کړي وو.

د دې ترڅنګ یې هغه ټکي هم لیکلي وو کوم چې د ده له نظره یې منفي روحیه لرله.
شهید مژده د خپل ځانګړي ژورنالیستیکي مهارت له مخې په دې توانیدلی و چې پر ځان باندې د طالبانو باور ترلاسه او له هغوئ څخه د مهمو پیښو په اړه تر بل هر ژورنالیست او خبري رسنۍ له مخه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي.

دي ځانګړنې شهید مژده په خپل مسلک کې نورهم باعتباره او ویې کړای شول چې د سي.ان.ن، بي.بي.سي، قناة الجزیره ، رویټرز، پرانس پرس او نورو مشهورو بهرنیو او کورنیو آژانسونو او رسنیو لپاره د یوه معتبري خبري منبع په توګه خپل صحافتي رول تر سره كړي.

دا چې طالبان نن د افغاني قضیې د یوه مطرح سیاسي اړخ په توګه یو داسې مطرح سیاسي بهير دی چې نړیوال سياسيون ، ژورنالستان او رسنۍ مجبورې دي د هغوئ د سیاسي مواقفو او فعالیتونو په اړه له هغوئ سره ژورنالیستکي روابط ولري, ځکه نو شهید مژده د افغاني ژورنالیستانو په منځ کې يو تر ټولو بریالی او مخكښ ژورنالیست و چې په دې لاره کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې او تر بلې هرې خبري رسنۍ وړاندې يې د هرې پیښې په اړه د طالبانو نظر او غبرګون ترلاسه کاوه.

دا په حقیقت کې داسې یو امتیاز او شاهکاري وه چې باید شهید مژده ورباندې نورهم تقدیر شوی او هڅول شوی وای.
ځکه طالبان د خپل ځانګړي سياسي خصوصيت له مخې داسې خلګ دي چې د امریکایانو په شمول د نړۍ ډیر معتبر سیاسي چارواکي په دې نشي توانیدلی چې د اړونده موضوعاتو په اړه دهغوئ موقف ګیري او تګلاره ځانته معلومه کړي.
خو شهيد مژده د خپل مسلکي مهارت له مخې په دې توانیدلی و چې د هیواد د ساسي احداثو په اړه پر خپل وخت د طالبانو نظر او موقف ترلاسه او د یوه عیني واقعیت په توګه یې په نړیوالو رسنیو کې منعکس کړي.
دا کار عادي او آسانه نه ؛ بلکې د شهید مژده په شمول هرڅوک په دې پوهیدل چې دا به ورته یو وخت د سر په بیه تمامیږي مګر د یوه دیني مکلفیت او ملي مسؤلیت له مخې نوموړي د دې ستر خطر هیڅ پروا نه لرله.

له حقوقي اړخه له طالبانو سره د سیاسي او ژورنالیستیکي موضوعاتو ترلاسه کولو لپاره تماس لرل هیڅ قانوني ممنوعیت نشي ګڼل کیدای او نه هم دا یواځي شهید مژده و چې له أمريكايي دښمنانو (طالبانو) سره يې د هغوی د مواقفو او نظریاتو تر لاسه کولو لپاره اړیکې لرلې؛ بلکې د نړۍ تر ټولو مشهور او معتبر بریتانوی ژور نالیست رابرت فیسک (Robert Fisk) هم د امریکایانو له له سرسخت دښمن اسامه بن لادن سره دا شاني ژورنالیستیکي راوابط لرلي او له نوموړي سره یې ټلویزوني مركې کړې دي چې دا مرکې د هغه لپاره د لا شهرت او اعتبار لامل شوي دي.
خو انګریزی رابرت فیسک پر خپل همدغه ژورنالیستیکي فعالیت ډیر تقدیر او د نړۍ د مشهورو ژورنالیستانو په منځ کې ځانګړي مقام ته ورسید, مګر افغانى وحيد مژده د داسې یوه ژورنالیستیک نوښت په جرم د ارګ د جاهلو او بیسواده ټوپکيانو لخوا په وحشیانه ډول و وژل شو.

شهيد مژده د افغانستان او سیمې په کچه داسې یو معلوماتي ژورنالیست و چې ورسره معلوماتو د هیواد د تاریخ یو ستره برخه جوړه وله ، خو دریغه چې اجرتي تاریخ دښمنه عناصرو ، افغانستان او سیمه له دې قیمتي هستي څخه د تل لپاره محرومه کړه.

د شهید مژده د بیسواده قاتلینو مخ دې تور وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button