ایا په قرآن کریم کې د رسول الله ﷺ عمر او وفات ته یو نوع اشاره سوې ده؟ عجیبه استنباط!

 

د رسول صلی الله علیه وسلم ژوند مبارک درې مرحلي لري:
(۱) قبل النبوة مرحلة چي څلویښت کاله وه.
(۲) بعدالنبوة أو قبل الهجرة مرحلة چي ديارلس کاله وه ، دا یي مکي دور وو ، په دي وخت کي رسول صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کي أوسیدی.
(۳) بعدالهجرة مرحلة چي لس کاله وه ، دا مدني دور وو ، په دې وخت کي رسول الله علیه وسلم په مدینه منوره کي وو.
10+ 13+ 40+ =63) مجموع دري شپیته کاله کیږي.

الله رب العزت په ټول قرآن کریم کي دري واره خپل حبیب په دې کلام مخاطب کړی چي ( نتوفينك) موږ به تا وفات کوو ، دا لفظ په دريو سورتو کي راغلی.

لومړی سورة یونس (10) نمبر سورت [وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ ( أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ ) فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ]

دوهم سورة الرعد (13) نمبر سورت [ وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ ( أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ ) فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ]

دریم سورة غافر (40)نمبر سورت [فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۚ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ ( أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ ) فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ]

په مجموعي توګه چي ددي سورتو أرقام د نمبر په لحاظ سره جمع شي (63) کیږي ، چي همدا د رسول صلی الله علیه وسلم په دریو مراحلو مشتمل عمر مبارک وو.

بالفرض که قرآن کریم د خدای تعالی له لوري کتاب نوي ، او محمد صلی الله علیه وسلم له خپله ځانه جوړ کړی وي العیاذبالله، نو أیا ممکن ده چي یو ژوندی انسان دي په یوه کلمه خپل ځان درې واره مخاطب کړي او بیا دي دا کلمه په دریو داسي سورتو کي استعمال کړي چي هغه دي دده د ژوند د مراحلو سره یو نوع تناسب ولري؟ قطعا نه.

نو
خدای یي مه بوله بيشکه چي بنده دی.
نور یي کل واړه صفات دي په رښتیا.

درود شریف مو هېر نشي!
لیلة الجمعة

عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: