د برتانیه پخوانی(1940/1945) لومړی وزیر

ونسټون چرچيل Winston Churchill وایي: یوه ورځ د بي بي سي دفتر ته د مرکې له پاره یوې ټیکسي ته وختلم، چې ورسیدلم ټیکسي چلوونکي ته مې وویل: لطفاً که 40 دقیقې صبر راته وکړې زه راځم چې بیرته مې خپل ځای ته ورسوې؟ هغه وویل: نه، زه وخت نه لرم کور ته ځم او د ونسټون چرچل خبرې اورم، زه حیران شوم او ډېر خوشاله شوم، چې زما د خبرو دومره لیوال دی، په دې خوشالي کې مې جیب ته لاس کړ هغه ته مې څو پیسې ورکړې، هغه په زیاتو پیسو خوشاله شو او راته ویې ویل: په چرچيل او د هغه په خبرو لعنت شه، ته ورځه بې غمه خپل کار وکړه او راځه زه درته انتظار یم.

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button