دوهم تعقیب: پر کابل ښار توغندوییزو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(شنبه، ۱، لیندۍ ۱۳۹۹):نن سهار مهال د کابل ښار پر بیلابیلو سیمو، د ښار له منځه توغندوییز بریدونه ترسره شول چې ولسي خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.

د عامې روغتيا وزارت وايي، تر اوسه پر کابل ښار له توغندویزو بريدونو څخه پنځه جسدونه او ٢٥ ټپيان روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
دغه بریدونه د ښار د لسمې امنیتې حوزې اړوند، د برق برج، چهارقلعه، د طاهري کوڅه، نعمت پلازه، سلام پوهنتون، د ګل سرخ څلور لاری، د صدارت څلورلاری، پل باغ عمومي، سپین زر جاده، ملي ارشیف،د مریم لیسې اړوند، د ایران سفارت پر ودانۍ او ۵۰۰فامیلي سیمو ته نږدې لګیدلي دي.
طالبانو پر کابل ښار د ننیو توغندیو ویشتلو کې خپل لاس درلودل رد کړي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وایي« موږ په ګڼ میشتو ځایونو ړندو ګوزارونوته اجازه نه ورکوو. »

پخوانی سیاسي دیپلومات احمدسعیدي وایی چې راکتونه د ښار له داخل څخه فیر شوي او په وینا یې چې موخه یې داده چې د امنیتي سکتور برخې وزیران نن په پارلمان کې د اعتماد رایه تر لاسه نه کړي.
د کابل پولیس وایی چې راکټونه د یوې ډاډسن ډوله موټر نه فیر شوي او په وینا یې چې یو مشکوک کس یې د پیښې په ارتباط نیولی دی.
شنونکي د بریدونو موخه د سوله ضد کړیو لخوا د کابل ښار نا امنه کول او ورسره د خپل نیمګړي واک د بقاء هڅه بولي.

پخوانی افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، «‏په ښارونو اوګڼ ميشتوسيموباندي دتوغنديو اورول خلکوته دتيروخت تاريخ ياده وي هيله ده چې تکرار نه سي»

نوموړی زیاتوي، «دتيروخت دتعصب څيروته ددې وخت اوچانس ورکول چې دددولتي موقف څخه دخپلوشومو موخولپاره يوځل بيادغه کارناموته بيده سرونه راوپاڅوي دعقل اومصلحت تقاضانه ده.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button