ولسي جرګې د غني او عبدالله لخوا وړاندې شویو ۱۰ نوماند وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکړه

عزم(شنبه، ۱، لیندۍ ۱۳۹۹: نن د ولسي جرګې غړو په خپله عمومی غونډه کې د اشرف غني او عبدالله لخوا وړاندې شویو نوماند وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکړه.
په بې مخینې توګه نن د ولسي جرګې په غونډه کې ۲۴۶وکیلانو ګډون درلوده، چې د وزیر د بریا یا د ۵۰+۱ ترلاسه کولو لپاره ۱۲۴رایې هدف ټاکل شوی وه.
د نن غونډه کې تر ټولو وزیرانو زیاتې رایې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ترلاسه کړې، چې ۲۲۰ رایې وې او تر ټولو کمې یې د حج او اوقافو وزیر قاسم حلیمی یووړې چې شاخوا ۱۴۸رایې وې.

په ننۍ غونډه کې د اشرف غني لخوا حنیف اتمر په ۱۹۷رایو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه؛ اسدالله خالد په ۲۰۶رایو د ملي دفاع د وزیر په توګه؛ عبدالهادي ارغنديوال د ۲۰۶ مثبتو رايو په تر لاسه کولو سره د ماليې وزير په توګه او قاسم حلیمي د ۱۴۸رایو په ترلاسه کولو سره د حج او اقافو د وزیر په توګه وټاکل شول.
دغه راز د ډاکټر عبدالله له ډلې فضل احمد معنوي د ۲۲۰رایو په ترلاسه کولو سره د عدلیې وزیر؛ مسعود اندرابي د ۲۱۴رایو په ترلاسه کولو سره د کورنیو چارو وزیر؛ معصومه خاوري، د ۱۵۴رایو په ترلاسه کولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیره؛ عباس بصیر د ۱۹۷رایو په ترلاسه کولو سره د لوړو زدکړو وزیر؛ بشیر احمد تینج د ۱۹۷په ترلاسه کولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزیر او نثار احمد غوریاني د ۲۱۳رایو به ترلاسه کیدو سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر وټاکل شو.
دامهال د اشرف غني ۷تنه نوماند وزیران او د ډاکټر عبدالله ۵تنه وزیران او یو د ملي امنیت رئیس پاتې دي، چې ژر به ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې او د رایو صندوق به ورته کیښوودل شي.

ټول وزیران

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: