طالبان: نړیوال دې د سولې د تخریبوونکو او د خپل اقتدار د غځوونکو مخه ونیسي

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، په ځلونو یې واضحه کړې چې د کابل حکومت مشران د سولې اراده او نیت نه لري او په وینا یې چې « تراوسه پورې هم چې په دې برخه کې څه پرمختګونه شوي هغه د بهرنیو جهتونو د فشار نتیجه وه. »

عزم(شنبه، ۱، لیندۍ ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې جمهور رئیس اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې پر طالب مشرانو د فشار راوستلو په موخه دې پر هغوی لګول شوي بندیزونه او تعزیرات عملي شي؛ طالبانو یې پر وړاندې تازه غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې «اسلامي امارت دغه راز اظهارات او غوښتنې غندي، هغه د جګړې د دوام او د سولې د پروسې په وړاندې عُقدوې چلند بولي»
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، په ځلونو یې واضحه کړې چې د کابل حکومت مشران د سولې اراده او نیت نه لري او په وینا یې چې « تراوسه پورې هم چې په دې برخه کې څه پرمختګونه شوي هغه د بهرنیو جهتونو د فشار نتیجه وه. »

مجاهد زیاتوي، د سولې د پروسې په دې حساس وخت کې د اشرف غني له دغو “بې مسئولیته” غوښتنو څخه څرګندیږي چې هغوی لا هم غواړي د سولې په وړاندې خنډونه ایجاد کړي، پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي او د سولې او مذاکراتو د روح پرخلاف دریځ ونیسي.

اعلامیه وړاندې وایي چې «دا د سولې په وړاندې تنها د اشرف غني کینه ګره اراده نه څرګندوي؛ بلکې له دې څخه وړاندې د کابل ادارې مرستیالانو او نورو متعددو مسئولینو د مذاکراتو د روانې پروسې د سپوتاژ هڅې کړي او د پرمختګونو په وړاندې يې د کورنیو او بهرنیو موانعو د ایجاد کوښښونه کړي دي.»

طالبانو د امنیت شورا په ګډون له ټولو نړیوالو غوښتي چې باید په افغانستان کې روان حالات دقیق تر غور لاندې ولري او په وینا یې چې«د مشهورو مفسدینو په خبره د دوحې د مهم تړون پرخلاف موانع ایجاد نه کړي»
طالبانو د دوحې توافقنامې عملي کیدل هم د افغانانو، هم د امریکا او هم د نړیوالې ټولنې په ګټه بللي او غوښتنه یې کړې چې « باید کوښښ وشي چې د سولې د تخریبوونکو او د خپل اقتدار د غځوونکو مخه ونیسي ترڅو د دوحې توافقنامه څنګه چې ښایي عملی شي»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: