مایک پمپیو قطر ته له رسیدو سره سم له ملابرادر اخند سره کتلي

عزم(شنبه، ۱، لیندۍ ۱۳۹۹):خبري رسنۍ وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو نن د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی ترڅو له طالب مشرانو او د کابل د مذاکراتي ټیم له غړو سره وګوري.
ټولنیزو رسنیو کې د پمپیو او ملابرادر اخند د ملاقات انځور خپور شوی او سرچینې وایي چې دواړو لوریو پر بین الافغاني مذاکراتو او د دوحې د توافقنامې د عملي کیدو په هکله خبرې کړې دي.

ویل کیږي چې خلیلزاد او امریکایي جنرال هم په دغه سفر کې د پمپیو ملتیا کوي.

مایک پمپیو له طالبانو سره

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي، « په ملاقات کې د دواړو لوريو تر منځ د شوې توافقنامې پر اهميت او هغې ته د دواړو لوريو د ژمنتيا په اړه خبرې وشوې، د تور ليست د ختمېدو، دپاتې بنديانو د آزادئ ، همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو اړونده موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.»

په همهاله توګه مایک پمپیو د کابل د مذاکراتي ټیم له غړو سره پر سوله او د جګړو پر کموالي خبرې کړې دي.

پمپیو داسې مهال دوحې ته ځي چې په دې وروستیو کې امریکایي ولسمشر پریکړه کړې چې د جنوري میاشتې تر نیمایي پورې به ۲۵۰۰نور عسکر هم له افغانستانه وباسي.


بلخوا سرچینې وایي چې د کابل مذاکراتي د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل په توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې شوی تړون د اصل په توګه منلی او تر دې وروسته به دواړه لوري پر اجنډا کار پیلوي.
له دې سره همهاله اشرف غني د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او څو نور غړي کابل ته د مشورو لپاره وربللي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: