خوست: ځانګړو ځواکونو دوه تنکي ځوانان د شپنۍ چاپې پرمهال شهیدان کړي

عزم(شنبه، ۱، لیندۍ ۱۳۹۹):له خوست ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې
تیره شپه ددغه ولایت د مرکز اړوند “خاني خوړ” سیمه کې ځانګړو ځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او دوتنه ځوانان یې ځای پرځای شهیدان کړي دي.
ځایي خلک وایي، چاپه د ضربتي ځواکونو لخوا چې سیمه کې د”کمپاین” ملیشو په نوم شهرت لري، د خلکو پر کورونو وهل شوې چې پر مهال یې د خلکو دکورونو دروازې ماتې کړې او هغوی ته یې پراخ مالي زیانونه هم ور اړولي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، پیښه کې د نورالرحمان او خیرالله په نامه دوه تنکي ځوانان د کورنۍ د غړو ترمخ ویشتل شوي او ځای پر ځای شهیدان شوي دي.

راپور وایي چې تر پيښې وروسته کله د سيمې خلکو چې د وژل شويو ځوانانو جسدونه د تدفين لپاره هديرې ته انتقالول د حکومت په خلاف يې شعارونه ورکول او په خوست کې يې د ملکي وګړو د وژنو د بندولو غوښتنه کوله.
دوی وایي چې وژل شوي کسان عام وګړي وه او له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې.
تر اوسه دولتي چارواکو په دې هکله کوم سپیناوی نه دی کړی، خو په تیر کې یې په ویلي وه چې دوی “حکومت” پر یادو ملیشو اغیز نه لري، ځکه هغوی د امریکایي استخباراتي ادارې “سي آی اې” لخوا قومانده اخلي او د تمویل او تجهیز چارې یې هم د هغوی پر غاړه دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button