مایک پمپیو قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو ټیمونو سره لیدلي

عزم(شنبه، ۱ لیندۍ ۱۳۹۹): د بین الافغاني جهتونو د هیئت غړې فوزیه کوفي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې پامپیو سره یې د اوربند په اړه خبرې کړي چې باید وشي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند او د مذاکراتي غړي ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې نن له ماښام وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او ورسره هیئت له ملا برادر اخند او ورسره هیئت ترمنځ ناسته ترسره شوه.

نوموړي ويلي چې په دغه ناسته کې ”د دواړو لوريو تر منځ د شوې توافقنامې پر اهميت او هغې ته د دواړو لوريو د ژمنتيا په اړه خبرې وشوې، د تور ليست د ختمېدو، دپاتې بنديانو د آزادئ ، همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو اړونده موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.“

طالبانو داسې مهال پامپیو سره د دوی د مشرانو له تورلیست ویستلو خبرې کړي چې تیره ورځ اشرف غني د امنیت شورا څخه غوښتي وو چې طالبان باید له تورلیست څخه و نه ویستل شي.

د اشرف غني خبرې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له سولې سره د دښمني په نوم تعبیر کړې او و یې ویل چې غني هڅه کوي د سولې مخه ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: