طالبانو په بادغیس کې د ۱۷ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل کړې

عزم(یکشنبه، ۰۲، لیندۍ ۱۳۹۹): طالبانو د بادغیس ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د ۱۷ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټوېټر د دې سړک انځورونه هم خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې یاد سړک د مرغاب ولسوالۍ له مرکز بازاره تر موریچاق پورې غځېدلی دی او د بیا رغونې چارې به یې طالبان د ولسي خلکو په همکارۍ ترسره کوي.

«د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ له مرکز بازاره څخه موریچاق ته غځیدلی سړک چې اوږدوالی یې  تقریبا ۱۷ کیلو میټره ته رسیږي د مجاهدینو له لوري یې د اولسي خلکو په همکارۍ د جوړولو چارې  پیل شوې.»

د طالبانو له لوري د سړک جوړولو چارې

ځايي خلک هم وايي، چې یاد سړک ډېر کنډوکپر و، چې په جوړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.

طالبانو له دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ګڼې رغنیزې چارې بشپړې کړي، چې هم د کمیت او هم د کیفیت له لحاظه ډېرې ښې تمامې شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button