روزګان کې سږ کال ۶۱۰ټنه زڼکۍ تولید شوي

عزم(دوشنبه، ۰۳، لیندۍ ۱۳۹۹): د روزګان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۶۱۰ټنه زڼکۍ«زېره» تولید شوې ده، چې د دوی د اټکل نه څو برابره زیاته ده.

د روزګان د کرنې رییس احمد شاه خیري وايي، په دغه ولایت کې سږ کال ۶۱۰  ټنه زېره تولید شوې ده، چې ۵۷۳ ټنه یې توره زېره او ۸۰ ټنه یې سپینه زېره ده.

د خیري په خبره، زېره ښه کورني او بهرني بازارونه لري او د دغه ولایت ډېره زېره کندهار او غزني ولایت ته لېږل کېږي او له یادو ولایتونو بیا پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

دی وايي، اوس‌مهال یو کیلو زېره په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او په روزګان کې په ۵۴۷ هکټاره ځمکه کرل شوې وه، چې حاصلات یې ډېر ښه وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، روزګان د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زېرې لپاره ښه اقلیم لري او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې زېره کرل کېږي.

د روزګان سربېره په هلمند کې هم سږ کال ټنونه زېره تولید شوې ده، چې د بهر سربېره ګڼو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

زېره د روغتیايي ګټو سربېره په پخلي کې هم ډېره کارول کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button