ننګرهار کې د کرېکټ د بېټونو جوړولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

عزم(دوشنبه، ۰۳، لیندۍ ۱۳۹۹): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په ننګرهار کې د جعفر علي سپورټس په نامه یوې کارخونې د کرېکټ د بېټ او ویکټ جوړولو فعالیت پیل کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد حسن محسن وايي، یاده کارخونه د IOM اداري په مالي ملاتړ جوړه شوې ده او ۱۹۲۰۰ډالر پانګه پرې شوې ده.

د محسن په خبره، په دغه کارخونه کې له وطني لرګیو ګټه اخیستل کېږي او ډېر ژر به د ختیځې سیمې اړتیاوې پوره کړي.«اوس‌مهال د دې فابریکې په فعالېدو سره لسو تنو ته د کار زمینه برابره شوې او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې د کارګرو پر زیاتوالي سربېره له نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د ویکټو او بیټونو د را واردیدو تشه هم ډکه کړي.»

له دې وړاندې هم په ننګرهار کې یوه بله کارخونه هم بېټونه او ویکټې جوړوي، چې د دغه ولایت ستونزې یې تر یوه بریده هوارې کړي دي.

کرېکټ اوس‌مهال په هېواد کې ګڼ مینه‌وال لري او ننګرهار د کرېکټ د کور په نامه هم یادېږي، چې زرګونه ځوانان دغه لوبه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: